مینه – حضرت یوسف مزمل

حضرت یوسف مزمل
زه خو دا وایمه قربان د مینې
خو خورا ګران دى امتحان د مينې
مينه د سر قرباني غواړي مدام
په اور سوځيږي پتنګان د مينې
چې ببر سر او شبګيري ونکړي
کله هغه دي عشقان د مينې
په سرو لمبو باندې چې ځان کړي ستي
والله هغه دي فدايان د ميني
نذر مې ايښى دى ملګرو پر ځان
که مې ترسره شو ارمان د مينې
د سر سودا چې له رقيب سره کړم
له خداىه غواړمه جانان د مينې
راته څوک لاس د مينې نه راکوى
ولټولو مې جهان د مينې
بل هيڅ ارمان په دنيا نه لرمه
که شوم ټکور زه په درمان د مينې
د عشق پړاو ته رسېدل دي ډېر ګران
بيان مزمل کړ داستان د مينې



