(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومې ۱)
د پروان د اقتصاد رئيس مسيح هاروني وايي، سږ کال په دغه ولايت ې د اووه پنځوس ميلیونه ډالرو په ارزښت لسګونه پراختيايي پروژې په پلان کې وې چې تر اوسه شپيته پلې شوي دي.
د هاروني په وينا، په خدماتي او ساختماني برخو کې “او اتيا” پروژې په پلان کې وې چې له جملې يې د ۶۰ ميليونه ډالرو په ارزښت “شپيته” پروژې پلې شوي زياتوي چې د روان کال تر اخره پورې به پاتې نورې پروژې هم پلې او ګټې اخيستو ته وسپارل شي.
نوموړی وايي، د دغه پروژو په عملي کېدو سره د پروان ولايت د خلکو اقتصادي وضعيت کې مثبت بدلون راغلی دی.


















