د امریکایي ځواکونو د ایستلو ممکنه پریکړې، نړیوال او د کانګرس غړي وارخطا کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۱)

تیره ورځ امریکایي رسنیو د دغه هیواد د دفاع وزارت د لوړ رتبه چارواکو له قوله خبر ورکړ چې ګواکې امریکایی ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي له افغانستان څخه خپل نیمایي ځواکونه وباسي او له همدې کبله د دفاع وزیر جیمز مټیس هم استعفا ته اړ شوی دی.
لا خو سپینې ماڼۍ رسماً د دغو خبرونو پخلی نه دی کړی چې په امریکا او نړۍ کې یې توند غبرګونونه را وپارول.
د ناټو اتحادیې ګڼو اروپایی هیوادونو دا پریکړه حیرانونکې بللې او په وینا یې چې په دې هکله ورسره هیڅ مالومات نه دي شریک شوي او له رسنیو یې دا خبر اوریدلی.
په همهاله توګه د امریکا کانګرس هم دا ډول کیدونکې پریکړه غندلې او په دې اړه یې له غوسې ډک غبرګونونه ښوودلي دي.
د امريکا په کانګرس کې د وسله والو ځواکونو کمېسيون مشر “ماک تروبوري“ ویلي، په دې اړه له خپرو شوو خبرونو سخت اندېښمن دى او په وینا یې چې د نیمایي امریکایي عسکرو وتل به د پاتې سرتېرو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.
نوموړي دغه راز ویلي چې که امریکا دا ډول اقدام وکړي، ترې وړاندې به یې متحدین هم له دغه هیواد څخه پښې سپکې کړي.

بل پلو بیا یوه امریکایی سناتور لیندسي ګراهام ویلي چې د ټرمپ د کیدونکې پریکړې په تړاو هڅه کوي،د دفاع د وزیر په ګډون ګڼ استازي ټرمپ ته ور جرګه کړي څو د دې ممکنه پریکړې د تنفیذ مخه ونیسي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button