چارواکي وایي، غزني کې ۳۱ طالبان وژل شوي خو طالبان یې ردوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۱)

د غزني سیمیز چارواکي وایی، په یو لړ عملیاتو کې یې چې د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې یې ترسره کړي، کابو یو دیرش تنه وسلوال طالبان وژلي او ۵ نور یې ژوندي نیولي دي.

د غزني د ولایت مقام له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یاد عملیات پرون شپه او تیره ورځ د اندړو ولسوالۍ په میري، مدد، کمال خیل او علیزي سیمو کې ترسره شوي دي.
خو طالبان بیا دوی ته د ور اوښتو زیانونو ادعا پروپاګندبولي او ردوي یې، طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي،

“ په اندړو کې اشغالګرو او مزدور دښمن عملیات کړي چې ۴ تنه ملکي خلک يې شهیدان کړي او ګڼ يې بندیان کړي په پيښه کې یو مجاهد ته هم زیان نه دی اوښتی.”

بل خوا بیا راپورونه وایي چې د دغه ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې ګډوځواکونو د ولسي خلکو پر کورونو چاپه اچولې ۹ عرادې شخصي وسائط یې سوځولي، د ګڼو کورونو دروازې یې ماتې او ۶ کلیوال یې له ځان سره بیولي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button