کونړ چارواکي: د پاکستان توغنديزو بريدونو څلور تنه ټپيان کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومې ۱)
د کونړ ولايت امنيتي چارواکي وايي، پر دغه ولايت يو ځل بيا د پاکستان له لوري توغنديز بريدونه شوي چې د ماشومانو په شمول څلور کسان پکې ټپيان شوي دي.
د کونړ د امنيې قوماندانۍ وياند فريد دهقان وايي، دغه توغنديز بريدونه تيره ورځ ناوخته د سرکاڼو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شوي دي.
نوموړی زياتوي، په سرکاڼو کې څلور توغندي لګېدلي چې څلور کسان پکې ټپيان شوي په خبره يې په ټپيانوکې دوه تنه ماشومان دي.
دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان له لوري د کونړ پر ځينو سيمو توغنديز بريدونه کېږي بلکې ځايي مسوولين وايي تر دې مخې هم لسګونه ځله توغنديز بريدونه ترسره شوي چې د مرګ ژوبلې اوښتو له ويرې د سرحدي سيمو سلګونه کورنيو خپلې اصلي سيمې پريښې او نورو سيمو ته کډه شوي دي.
تر اوسه پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.



