امريکا: د سپينې ماڼۍ او سنا تر منځ اختلافاتو له کبله ګڼ شمير دولتي ادارې تړل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومې ۱)

د سپينې ماڼۍ او سنا مجلس تر منځ د مکسيکو پر پوله د ديوال جوړولو پر سر د اختلافاتو له کبله په امريکا کې ګڼ شمير دولتي ادارې تړل شوي دي.

په سنا مجلس کې ديموکراتان او جمهوري غوښتونکي د ولسمشر ټرمپ له خوا غوښتل شوې بوديجې پر سر هوکړې ته نه دي رسېدلي چې له کبله يې د امريکا د وزارتونو، د فدرال دولت بسنټونو د کورجوړونې، د کورني امنيت، د کرنې، بهرنيو چارو وزارتونو او ګڼ شمير نورې ادارې تړل شوي چې د ځايي سرچينو په وينا له کبله يې شاوخوا اته زره دولتي مامورين بې کاره شوي دي.

ډونالډ ټرمپ غواړي د امريکا او مکسيکو تر منځ د کډوالو د مخنيوي لپاره ديوال جوړ کړي چې له پنځو تر اويا ميليارده ډالره مصرف پرې راځي خو ديموکراتان وايي دا هسې د بوديجې ضايع کول دي، ځکه يې په سنا کې رايه ورنکړه.

امريکايي رسنۍ وايي، نن د شنبې په سهار ګڼې دولتي ادارې تړل شوي او د متحده ايالاتو ولسمر ټرمپ ويلي چې ښايي د فدرالي حکومت ادارې تر اوږدې مودې لپاره تړلې پاتې شي چې مسووليت به يې د ديموکراتانو پر غاړه وي.

که څه هم د امريکا په ولسي جرګه کې تيره ورځ د ټرمپ د بوديجې طرحې ته ۲۱۷ مثبت او ۱۸۵ منفي رايې ورکړل شوې خو د سنا د تګلارې له مخې یاده طرحه بايد په سنا کې هم له سلو څخه شپيته رايې واخلي په داسې حال کې چې جمهوري غوښتونکي په سنا کې يوازې يوپنځوس سيټونه لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button