هرات کې انسان تښتونې او وسله والې غلاوې زياتې شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومې ۲)

د هرات د خلکو شورا او مدني فعالان وايي، په وروستيو کې په دغه ولايت کې انسان تښتونې او وسله والې غلاوې زياتې شوي دي.

د دغه ولايت د خلکو شورا مشر نثار احمد مصدق او مدني فعال سيد اشرف سادات وايي، د هرات په هره کوڅه کې غلاوې کېږي او خلک ترې تښتول کېږي.

دغه راز د دغه ولايت اوسېدونکي عبدالطيف او نصير احمد وايي، دوه مياشتې مخکې له پنځو نورو ملګرو سره د ښار له شيدايي سيمې وتښتول شو چې دوه څلوېښت ورځې مو په څاه کې تيرې کړې، په خبره يې د (يوسل شپيته) لکه افغانيو په بدل کې بيرته راخوشې شو.

دوی وايي، په دغه ولايت کې تښتونو او وسله والو غلاوو اندېښمن کړي چې حکومت يې هم په اړه څارنه، نه کوي.

د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد هم په دغه ولايت کې ستونزې مني خو وايي امنيتي ځواکونه به يې د مخنيوي په اړه اقدام وکړي.

دا چې د دغه ولايت له مرکز څخه خلک تښتول کېږي او وسله والې غلاوې کېږي خلک وايي چې په ډيری پيښو کې پوليس او امنيتي ادارې لاس لري او د همدوی په همکارۍ دغه کارونه ترسره کېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button