اسدالله خالد او امرالله صالح څوک دي / ټاکل یې کوم پیغام له ځان سره لري

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۲)

ولسمشر اشرف غني د واک په وروستیو کې داسې مهال چې امریکایانو له افغانستان څخه د کډې بارولو خبر ورکړی، دوه داسې څیرې مهمو کلیدي پوسټونو ته ور وپیژندلې، چې تر ډیره طالب ضده روحیه لري، او د اشرف غني په مشرۍ د ملي یووالي د حکومت خلاف یې څرګند مخالفتونه ښوودلي.
دواړه د ملي امنیت پخواني رئیسان پاتې شوي او د طالبانو پر وړاندې یې سخت وحشتونه ترسره کړي دي چې د ډیرو پر وړاندې ښه شالید نه لري.

اسدالله خالد

۴۹ کلن اسدالله خالد چې د غزني د ناوې ولسوالۍ اوسیدونکی دی، پښتون دی او لومړنۍ زدکړې یې محمودطرزي په لیسه کې ترسره کړې.
نوموړي خپلې نورې زدکړې په پاکستان کې کړې او په کال ۱۹۹۶ کې د تاجکستان له یوه پوهنتون څخه فارغ شوی دی.
خالد په ۲۰۰۱ کال کې په سیاسي علومو کې د لیسانس تر کچې زدکړې وکړې.
نوموړی د پخواني جهادي رهبر استاد سیاف ته نږدې څیره بلل کیږي او تر ۲۰۰۱کال وړاندې یې په شمال کې له طالبانو سره مخامخ جګړې هم ترسره کړې دي.

خالد کله چې د ملي امنیت رئیس وټاکل شو د امریکایانو سره په همغږي یې د محلي پولیسو ګروپونه فعال کړل چې لومړی پیل یې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې وو.
کله چې اسدالله خالد د ملي امنیت د رئیس په توګه  ګمارل کیده، د بشري حقوقو د څار ډلې په یوه راپور کې غوښتنه وکړه، چې نوموړی باید له  دندې لرې شي ځکه چې په وینا یې اسدالله خالد په کندهار کې د خپل ولایت پر مهال له بشري حقونو سرغړونه کړې او په اخلاقي فساد تورن دی.
یادې ادارې په ۲۰۰۷ کال کې ویلي وو ، اسدالله خالد پر دې سربیره چې په جنسي ځورونو تورن دی، په کندهار کې یې مخفي زندانونه جوړ کړي او خلک شکنجه کوي.
نوموړي دغه راز د ۸۸۸ په نامه یوه وسلواله ډله درلوده چې تورن کسان به یې نیول او په مخفي جیلونو کې به یې شکنجې ورکولې.
خالد د ۲۰۱۲کال په سپټمبر میاشت کې د ملي امنیت د رئیس په توګه وټاکل شو او تر ټاکل کیدو ۳ میاشتې وروسته د یوه سرتیري برید په ترڅ کې سخت ټپي شو او په امریکا کې له څو میاشتنۍ درملنې وروسته بیرته هیواد ته راستون شو چې څو میاشتې وړاندې یې د “امیدسبا“ په نوم یو ګوند هم تأسیس کړ

امرالله صالح

۴۷ کلن امرالله صالح چې په قوم تاجک دی د طالبانو له سرسختو مخالفینو شمیرل کیږي، نوموړي څو کاله وړاندې له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي وو، د طالبانو وژل د ځان افتخار بولي.

پر افغانستان د امریکایي یرغل پر مهال نوموړی د امریکایي استخباراتو خانګړی جاسوس پاتې شوی او له ۲۰۰۴ نه تر ۲۰۱۰ پورې د افغانستان د ملي امنیت ادارې رئیس وو.

امرالله صالح د جمهوري ریاست په تیرو ټولټاکنو کې د ډاکټر عبدالله د ټیم استازی وو او په ۱۳۹۵ کې د اشرف غني له خوا په امنیتي برخه کې د دولت وزیر وټاکل شو چې بیا یې وروسته استعفا ورکړه.

سیاسي شنونکی واحد فقیري وایي “ د اشرف غني دا عجولانه او مضر حرکت د سولي د روان بهیر پر ضد یو کاري ګوزار دئ،‌ او د افغانستان د سولي او ثبات لپاره د ارګ منفي او خصمانه اراده برملا کوي. دغه راز، د سولي مشورتي بورډ او د سولي هیات ټاکل ګرده دا ښيي چي ارګ د سولي سره څونه دوښمني لري“
ځینې فعالان بیا وایي چې اشرف غني غواړي د خپل ځان مقابل کې جوړيدونکي ائتلافونه له انتخاباتو وړاندې ګډوډ کړي .
او دغه راز ارګ غواړي نورو ډلو ته پيغام ورکړي چې تاسو هم د طالب په مقابل کې په جنګ کې شريک ياست.
دريم هدف دادی چې له یوې خوا د خلیلزاد هڅې کمرنګې کړي او له بل پلوه طالبانو ته خپل زور وروښایي چې تاسو له افغان حکومت  سره نه کينئ موږ هم جګړې ته اماده ګي لرو .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button