ګران هېواد ته – عمر عمري

عمر عمري
شي خاوره به دې پاکه له اشغال ګرانه هېواده
په برخه د دښمن به شي زوال ګرانه هېواده
چې ونکړې پرواه دَدَې کفري نړۍ له زوره
ترسو چې درسره وي لايزال ګرانه هېواده
ژړا، ويرجن حالات او فريادونه به بیا نه وي
وګړي به دې واړه وي خوشحال ګرانه هېواده
ځانونه به په اور درته ساتي لمبه ـ لمبه کړي
لرو له ننګه ډک داسې رجال ګرانه هېواده
له سرو وحشي کافرو، صليبيانو چې آزاد شې
لمانځو به دې په مينه استقلال ګرانه هېواده
په بيعه د سرونو دې بچیان آزادي اخلي
خو نه په مِنتونو، نه په سوال ګرانه هېواده
چې څو وي (عمري) يو اشغالګر مو په وطن کې
تر هغې به جريان لري قتال ګرانه هېواده



