شاه محمود قريشي په کابل کې له صلاح الدين رباني او اشرف غني سره کتلي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۳)

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي نن يو ځل بيا افغانستان ته راغلی او په کابل کې يې د اشرف تر څنګ حکومتي چارواکو سره کتلي دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت صبغت الله احمدي وايي، شاه محمود قريشي ژمنه وکړه چې هېواد به يې د سولې برخه کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي.

له ناستې وروسته د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې مخ پر ښه کېدو دي.

دغه راز د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ډاکټر فيصل په خپله ټويټر پاڼه ليکي، قریشي‌ د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د دواړو هېوادونو پر مسايلو، د سولې په بهیر کې په پرمختګ او دواړو هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي‌ او سوداګریزو مسائلو خبرې کړي.

همدارنګه شاه محمود قريشي د خپل سفر په ترڅ کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم کتلي او دواړو هېوادو پر مسايلو غږيدلي دي.

دا په تيرو دوه اوونيو کې دوهم سفر دی چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمد قريشي يې کابل ته کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button