پنټاګان او سپينه ماڼۍ له افغانستانه د ځواکونو د ايستلو په اړه یوه خوله نه دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۳)

څو ورځې مخې د امريکا ولسمشر پوځ ته امر وکړ چې له افغانستانه د اووه زره امريکايي ځواکونو د ايستلو لپاره تياری وکړي.

خو تازه راپورونه ښيي چې د امریکا دفاع وزارت او سپينه ماڼۍ له هېواده د امريکايي عسکرو په ايستلو يوه خوله نه دي او پنټاګان د افغان جګړې د اروزنو په اړه کانګريس ته په يوه استول شوي راپور کې له افغانستانه د ځواکونو ايستلو سره مخالفت ښودلی دی.

د پنټاګان په استول شوي راپور کې راغلي، دجنوبي اسيا لپاره په نوې تګلاره کې په افغانستان کې د سرتيرو پر ډيرولو او پر طالبانو د فشار زياتولو خبره شوې وه خو دا چې ټرمپ غواړي له دغه هېواده امريکايي ځواکونه  وباسي دا به بدې پايلې به ولري.

راپور زياتوي، که امريکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي، پر طالبانو به پوځي فشار کم او د امريکا لاسته راوړنې به له خطر سره مخ شي زیاتوي چې  د کانګريس غړي دې په دې اړه له دقت کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ډونالډ ټرمپ له ياد اعلان سره چې له (سوريې) ټول ځواکونه او له (افغانستانه) نيمايي ځواکونه وباسي د امریکا دفاع وزير جيمز ميټس او د سوريې د جګړې يوه لوړ پوړي امريکايي چارواکي استعفاګانې هم ورکړې.

ويل کېږي، دواړو پوځي چارواکو له ټرمپ غوښتي و چې له سوريې او افغانستانه امريکايي عسکر ونه باسي خو غوښتنې يې نه ويې منل شوې.

د شنونکو په باور، له افغانستان د اووه زره امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته ښايي ټول امريکايان له هېواده ووځي او ويل کېږي چې دا کار د سولې په اړه د امريکايي استازي زلمي خليلزاد نه د طالبانو په غوښتنه ترسره کېږي چې بايد امریکايان افغانستان پريږدي تر څو د سولې خبرو ته لاره هواره شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button