له افغانستانه د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته د جګړې خصوصي کولو ګنګوسې

راپورتاژ: الماس خدرخېل— وروسته له هغې، چې د افغانستان څخه د اووه زره امریکايي عسکرو د احتمالي ايستلو په اړه د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پريکړه وکړه، ورسره څنګ کې د افغان جګړې د خصوصي کولو ګنګوسې هم خپرې شوي دي.
وړمه ورځ د امريکا وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې ليکلي و چې امريکايي چارواکي د اووه زره عسکرو د ويستلو سربيره د خپلو ټولو “څوارلس زره” پوځيانو په ويستلو فکر کوي او په دې اړه يې پوځي مسوولينو ته د پلان جوړونې دنده هم سپارلې ده.
خو تر دغه پريکړې وروسته په لويديځو رسنيو کې راپورونه ورکړل شوي چې د امريکا پر ولسمشر “ټرمپ” د افغانستان جګړې د خصوصي کولو لپاره فشار زيات شوی دی.
د غربي رسنيو د راپورونو له مخې، د بلک واټر خصوصي کمپنۍ مشر ایرک پرنس له ټرمپ سره په وروستیو کې اړیکې ټینګې کړې او هڅه کوي چې امریکا خپل سرتېري له افغانستانه وباسي او جګړه خصوصي امنیتي کمپنیو ته وسپاري.
امريکايي ورځپاڼې واشنګټن ايګزمانير په يوه مطلب کې ليکلي، د بلک واټر مشر له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د احتمالي وتلو تر اعلان او د دفاع وزير جيمز متس تر استعفا وروسته ويلي “مونږ را راوان يو”.
څه موده مخکې د بلک واتر په نوم خصوصي امريکايي کمپنۍ د بهرنيو چارو له وزارت څخه د افغانستان د کانونو د امنيت ساتلو او له امريکا څخه د افغان جګړې د خصوصي کولو غوښتنه کړې وه.
دغه راز ويل کېږي، تازه د بلک واټر بدنامې خصوصي کمپنۍ مشر د امریکايي ځواکونو د احتمالي وتلو تر اعلان وروسته يوځل بيا افغانستان ته تګ راتګ زيات کړی دی.
د روان ۲۰۱۸ميلادي کال په اکتوبر مياشت کې د دغه کمپنۍ مشر له ځينو افغان چارواکو سره د افغان جګړې د خصوصي کولو په اړه خبرې کړې وې او په دې اړه يې خپلې طرحې وړاندې کړې چې ځينو غونډو کې د ټرمپ د سلاکار په توګه معرفي شوی هم و.
هماغه مهال د نيویارک ټايمز ورځپاڼې ليکلي و چې ايريک پرنس له یو شمير هغه افغان چارواکو سره هم کتلي چې غواړي راتلونکې ولسمشريزو ټاکنو ته ځانونه کانديد کړي او خپلې طرحې يې ورته وړاندې کړي دي.
د راپورونو له مخې، د بلک واټر تر څنګ د “این کارپ انټرنېشنل کمپنۍ” مشر سټيفن فينبر هم د افغانستان د جګړې خصوصي کولو تر شاه ولاړ دی او غواړي دغه جګړه خصوصي شرکتونو ته وسپارل شي.
بلک واټر تر دې مخکې د حامد کرزي د دورې پر مهال په افغانستان کې او دغه راز په عراق کې هم پاتې شوې چې په دواړو هېوادونو کې ښه مخينه نه لري او پوځيان يې د عامو خلکو په زورونه، شکنجو، قتلونو، اختطافونو او خپلسرو زندانونو تورن دي چې ويل کېږي د امنيت او ثبات په نوم څه نه پيژني.
که څه هم روسيې، پاکستان، طالبانو او ځينو سياسي شنونکو له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د وتلو هرکلی کړی خو دا چې دغه جګړه يوځل بيا خصوصي کمپنيو ته د ورسپارلو ګونګوسې دي نو په دې سره نه يوازې دا چې افغانستان کې به امن رانشي بلکې سيمه ييز هېوادونه به د دغه جګړې په اوږدېدو سره نا ارامه وي.
دغه راز پوځي شنونکی محمد طاهر يرغل وايي، د افغانستان خلک د خصوصي کمپنيو څخه ښې خاطرې نه لري، دا تجربه يوځل مخکې ازمويل شوې، ښه نتيجه يې نه ده ورکړې او د افغانستان په خير نه شي تماميدای.
همدارنګه د مشرانو جرګې غړی غيرت بهير بيا وايي، دا چې امريکايانو د خپلو ځواکونو د کمولو پريکړه کړی، هغه خبره ده چې هر افغان يې هرکلی کوي خو زياتوي که د دې بديل بلک واټر وي، نو دا د جنګ دوام دی او افغانستان به یو بل بحران سره مخ کړي.
د شنونکو په باور که امريکا افغان جګړه بلک واټر یا بلې کومې خصوصې کمپنۍ ته سپاري نو دا په دې معنا ده چې لا هم امريکا پر افغان جګړې پانګونه کوي.



