پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

عزیز آباد وطن/ عبدالستار سعادت

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
دسمبر 24, 2018
کټګوریانې: مقالې
0
11
ځلې شریک شوی
141
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

یوه خاطره

د ولسي جرګې د دارالانشاء تشکیل کې دولت سره د اړیکو مسؤل وم. هغه ورځ یونس قانوني په سفر و، د جرګې ریاست لومړي نائب (محمد عارف نورزي) کاوه. د غونډې په جریان کې نورزی صیب د تالار شاته خونې ته لاړ، وکیل عالمي بلخي (د کډوالو اوسني وزیر) غږ وکړ: د جرګې رئیس چې نه وي، د طرزالعمل له مخې تصویب او پرېکړه نه شي کېدای. جرګه بې نظمه شوه او هر یوه ویل چې رئیس (نورزی صیب) څه شو؟! غلی د خپلې څوکۍ نه پورته شوم، شاته خونې ته لاړم، نورزی صیب په ټېلیفون کې په خبرو و، غوښتل مې ورته ووایم چې تالار کې دې خلک غواړي؛ خو هغه اشاره وکړه چې څه مه وایه، ته هم دلته کېنه. د مبایل لوډسپیکر یې روښانه کړ، او نو ما هم د شينډنډ د سپین ږیرو له غوسې ډکې خبرې اورېدې: تېر ځل مو امریکایان کورو ته راننوتل، حتی زنانه یې راتلاشي کړې، دا ځل چې راځي، ځانونه پرې وژنو، جنګ ورسره کوو. نورزي ورته وویل: امریکایانو ته اطلاع ورکړل شوې چې دا مهال شین ډنډ کې ۱۰۰۰ بهرني القاعده جنګیالي دي. سپین ږیرو ټېلیفون کې چیغې کړې او قسمونه یې وخوړل چې دلته یو القاعده هم نشته دی. نورزي ورته کړل: نو امریکایانو ته اجازه ورکړئ چې درشي، هغه ځای وګوري او مطمئنه شي، کنه درباندې برید کوي، ملکي تلفات دراړوي. (هلته چې د نورزي خبرې ګڼو قومي مشرانو اورېدې) درستو غږ وکړ چې تر بې عزتۍ یې وژل ښه دي، رادې شي، جګړه ورسره کوو. نورزي سپین ږیرو ته وویل چې لږ وروسته زنګ وهم. افغانستان کې یې د بهرنیو ځواکونو مشر قومندان (جنرال دن مکنېل ) ته زنګ وواهه، ورته یې وویل: د شینډنډ خلک وایي چې هلته هېڅ القاعده نشته، خو ستاسې د سرتېرو د چلند نه شکایت کوي، وایي چې کورونو پلټۍ او حتی د تورسرو د ستر خیال هم نه ساتئ، نو که ورشئ هغوی جګړه درسره کوي او په جنګ کې به ټول ملکي تلفات وي. مکنېل وویل: زمونږ د اطلاع مرجع معتبره ده، چې هلته القاعده جنګیالي وي، زمونږ برید حتمي دی. نورزي امریکایي جنرال ته وویل چې ژر به درسره اړیکه ونیسم، په هغه یې ټېلیفون بند کړ، بل چاته یې زنګ وواهه. د هغې خوا لیکې غږ اشنا و. خان صاب څنګه یې، شه یې او… ولسمشر کرزی و. نورزي د روغبړ نه وروسته ورته په شینډنډ د حتمي برید خطر په اړه وویل. کرزي وویل چې زه په ترکیه کې یم، خو دا اوس جنرال مکنېل ته زنګ وهم، تا هم کنفرانس کوم. څو شېبې وروسته مې د درېواړو خبرې اورېدې؛

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

کرزی امریکایي جنرال ته: ماته عارف خان ډاډ راکړ چې شین ډنډ کې هېڅ القاعده نشته، نو پام کوئ چې حمله ونه کړئ، خلک ونه وژنئ.

مکنېل : ښاغلی ولسمشره! دلته د ۱۰۰۰ بهرنیو القاعده جنګیالیو خبره ده چې د متحده ایالاتو ملي امنیت سره تړاو لري، برید حتمي دی.

کرزی: نه، د ملکي تلفاتو خطر دی، بیا خلک وایي چې هلته تروریستان نشته.

مکنېل: ښاغلیه! نو خلک دې اجازه راکړي چې مونږ ځان په سولییز ډول ډاډه کړو.

کرزی: خلک حساس دي، دا خبره به په آرامه حل کړو، خو اوس د برید امر ونه کړې.

مکنېل: دا حساسیت خو د اطلاع صحت هم تائیدولای شي ښاغلیه؟!

کرزی: نه، دا یوه کلتوري ستونزه ده، کېدای شي هلته هېڅ القاعده جنګیال نه وي.

مکنېل : خو کېدای شي وي

کرزی: نه شو کولای په احتمالاتو خلک ووژنو

مکنېل : دا احتمال نه، یوه معتبره اطلاع ده او ما هم د برید امر صادر کړی چې په لسو دقیقو کې به پیل شي.

کرزی: (په غوسه) زه د دې هېواد ولسمشر یم، د داسې خپلسرۍ اجازه نه درکوم.

مکنېل : (په مؤدب انداز) زه خپلسری نه یم، تروریزم سره مبارزه زمونږ او تاسې ګډ کار دی؛ د دې اطلاع منبع تاسې خپله یاست ښاغلی ولسمشر!

کرزی: ما درته ویلي چې هلته ترورېستان دي؟

مکنېل: نه، ستا د ملي امنیت رئیس امرالله صالح رسمي اطلاع راکړې چې هلته همدا اوس شاو خوا ۱۰۰۰ القاعده جنګیالي دي (صالح دا وخت د ملي امنیت رئیس و).

کرزی: (په حیرانتیا) امرالله دا اطلاع درکړې؟

مکنېل: هو ښاغلیه!

په دې وخت کې نورزي ورغږ کړ: رئیس صیب زه یوه حل لاره پېشنهادوم.

کرزی: ووایه خانه

نورزی: زه، د دفاع وزیر (رحیم وردګ)، داخله وزیر (ضراراحمد مقبل)، د امنیت رئیس (امرالله صالح) او جنرال مکنېل به په ګډه لاړ شو، خلک مو د امنیت تضمین کوي، وضعیت له نږدې وڅارو.

ولسمشر کرزي د نورزي خبرې امریکایي جنرال ته وژباړلې، خو هغه وویل چې رېسک زیات دی او هغه نه شي کولای د ۱۰۰۰ القاعده جنګیالیو مینځکې د یوې دوه الوتکو سره ښکته شي. کرزی غوسه شو او په آمرانه لهجه یې وویل: د ملکي تلفاتو ریسک نه دا ریسک بهتره دی، خپل تدابیر ونیسئ او لاړ شئ. مکنېل په نه زړه موافقت وکړ، دا وخت هوایي برید ته ۳ دقیقې پاتې وې، چې امریکایي قوماندان یې د لغوې امر وکړ.

نورزی بېرته تالار ته ونه ګرځېد، خپل دفتر ته وخوزېده او راته یې وویل: دفاع وزارت ته زنګ ووهه چې هلیکوپترې طیارې کړي.

پلاوی (د امریکایي جنرال په شمول) شینډنډ ته لاړل، خلکو یې هرکلی وکړ، مېلمه پالنه یې وشوه او امریکایانو خپله پلټنه هم وکړه چې ثابته شوه، هلته هېڅ القاعده جنګیالی نشته او اطلاع کاملاً دروغ وه. خو،کال وروسته، د همداسې نامؤثقې اطلاع په اساس، په هغه شینډنډ کې، د عزیزآباد په کلي بهرنیو ځواکونو برید وکړ چې په پایله کې یې ۹۹ ملکیان شهیدان شول.

……..

عزیزآباد وطنه! خدای دې درباندې ورحمېږي.

لوی ټکي: امرالله صالحعبدالستار سعادتملي امنیتمهم
مخکینې مطلب

له افغانستانه د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته د جګړې خصوصي کولو ګنګوسې

بل مطلب

امريکا او طالبان؛ د پېچلو خبرو کاږه پيچومي! / وحيدالله مصلح

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com