اردوغان نتنیاهو ته: زه د مظلومانو او ته د ظالمانو آواز یې
فکر کوم د نتنياهو خوله غلطه شوې او غلطه دروازه یې ټکولې ده

د الجزیرة نه په مننې—- عزیر اسدخیل
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردګان او اسرائیلي صدراعظم بنیامین نتنیاهو تر مینځ لفظي مشاجره او ترخې خبرې تبادله شوي، حال دا چې د انقرې او تل ابیب اړیکې هم نیمه پرې معلومیږي.
لفظي مشاجره هغه مهال رامینځته شوه چې نتنیاهو وویل چې ترکیه حق نلري څو اسرائیلو ته اخلاقي نصیحت وکړي، هغه په ترکي فوځ تور پورې کړ چې شمالي قبرص یې نیولی او د کردانو په کلیو کې یې وژنې پیل کړي.
نتنیاهو دا خبرې د ترکيې ولسمشر د هغو خبرو په تعقیب وکړې چې د شنبې په ورځ یې ترکي ځوانانو ته په خطاب کې وویل چې: په دښمن پسې وروسته له هغې منډې مه وهئ چې سیمه درته پریږدي ځکه چې تاسې خو په اسرائیلو کې د یهودو په څیر فوځ نه یاست.
د یکشنبې په ورځ اردګان په استانبول ښار کې د پانګونې د پروژو د افتتاح په مراسمو کې په خپله وینا کې پر نتنیاهو نیوکه وکړه او اسرائیل یې پر نړیوالې ترهګرۍ تورن کړل او ویې ویل چې لسګونه زره بې ګناه فلسطینیان یې وژلي او نتنیاهو یو جابر او سفاک انسان دی.
اردوغان په خپله وینا کې وویل: نن اسرائیلي صدراعظم پر مونږ ځکه نیوکې کوي چې مونږ د مظلومو قرباني شويو فلسطینیانو سره اړینې مرستې کوو، او آیا پوهیږئ چې د ترکیې په اړه یې رکیک الفاظ ولې استعمال کړل؟ او درواغجن تورونه یې پرې ولې وتړل؟ ایا پوهیږئ چې نتنیاهو څه ویلي؟
هغه پر مونږ تور لګولی چې ګوندې قبرص مو نیولی او ښځې او ماشومان مو وژلي، خو فکر کوم خوله یې غلطه شوې، ښایې هغه به داسې ویل غوښتل چې اسرائیلو فلسطینې خاوره نیولې او په مختلفو وسلو او بمونو یې بې ګناه لسګونه زره فلسطینی خویندې، میندې او ماشومان وژلي او د ټولې نړۍ د سترګو پر وړاندې یې د دې ستر جرم ارتکاب کړی.
اردوغان زیاته کړې چې: ای نتنیاهو! غلطه دروازه دې ټکولې، اردوغان د مظلومانو آواز دی او ته د ظالمانو آواز یې، تاسې په نړیواله کچه ترهګرې تجربه کوئ، دا تورونه پر تا لګول مناسب دي نه پر اردوغان.
د کردانو د وژنو په اړه د نتنیاهو د ادعا په ځواب کې اردوغان وویل چې هیواد یې له څلویښتو کلونو راهیسې د ترهګرۍ د ریښو پر ویستلو کار کړی، او په دې لاره کې یې زرګونه شهیدان ورکړي.
خو د اردوغان د دې خبرو په ځواب کې اسرائیلي صدراعظم پر ترکي ولسمشر باندې د ټویټر له لارې لفظي برید کړی، او ویلي یې دي چې: اردوګان ته اسرائیل زور ورکوي، او په دې پوهیږي چې اسرائیلي فوځ ټول اخلاق او رښتینې دموکراسي پیژني، خو برعکس د اردوغان فوځ په کردي کلیو کې ښځې او ماشومان حلالوي.
د دواړو مشرانو لفظي مشاجرې توپیر یواځې په دې کې و چې اردوغان به هر دوه ساعته خو نتنیاهو هر شپږ ساعته پس لفظي برید کاوه.
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم کالین په خپل ټویټر کې لیکلي چې باید اسرائیلي صدراعظم نور د فلسطیني ځمکو د غیر قانوني غصب او په وحشیانه توګه د فلسطینیانو وژلو نه لاس واخلي. او زیاته کړې یې ده چې اصلا اسرائیلي صدراعظم د فساد په تور تورن شوی اوس غواړي په دې ډول څرګندونو سره د نړیوالې ټولنې پام بلې خواته واړوي، خو دی دې په دې پوه شي چې په دې ډول څرګندونو سره به هیڅکله د چا پام بل لوري ته وانه وړي.
تر دې مخکې هم د دواړو هیوادونو د مشرانو تر مینځ ورته لفظې مشاجرو صورت نیولی دی.



