د جدي د شپږم کرغېړنې څېرې

نعمان لطیف

تاریخ پر مخ روان دی، تېر له ځان سره نغاړي، خوندي کوي یې او راتلونکي ته یې امانت سلامت سپاري
دتاریخ پاڼې که وپلټل شي تر ټولو بدمرغه او ناوړه اشخاص هغه دی چې د مادي ګټو لپاره خپل مذهبونو پرېښې دي او خپلو هېوادو ته یې پردي پوځیان سوق کړي دي. دوی په دې پړاو کې تل ترټل کیږي، تذلیل کیږي او په پای کې له ناوړه عواقبو سره مخ کیږي
زه نه غواړم ددوی په ماضي څه ولیکم، تاریخ ډېر څارلي دي او غېږ یې له ډېرو داسې داستانو ډکه ده چې نسلونو ته ستر درسونه لري خو که تاریخ وپلټل شي او هر هغه قوم چې غواړي هوسا او سوکاله ائنده ولري، خپل تېر تاریخ باید په دقت ولولي

زموږ هېواد له څو لسیزو دجګړو شاهد دی. له بده مرغه تر اوسه زموږ ډېری ولسوالۍ په دې شش او پنج کې ګیر دی چې پړ څوک دی؟
په همدې نیت چې ولس مو دتاریخ یو څو سپېرې څېرې وپېژني د جنرال مایوروف له کتاب چې داود جنبش پښتو ته ژباړلې ده، یو څو کرښې درسره شریکې کړم

(د ارګ په خوله کې د ببرک یوه ډېر دنګ یاور چې په رتبه ډګروال و، زما هر کلی وکړ
دی لږ په روسي ژبه هم غږېدلی شو:
رئیس جمهور دکتابتون شاته خونه کې درته انتظار دی .
په هر پوړ کې ساتونکي ولاړ و، سربېره پر دوی زمونږ څلور کوماندویان او په هر پوړ کې دوه ساتونکي هم ځای پر ځای شوي و.

دفتر ته ننوتم. نظر مې پر هغې پردې ونښت چې د استراحت ځای یې له دفتره جلاوه کاوه
لکه چې ماته نیم کښه وبرېښېده، همدغه شېبه لږه نېم کښه شوه، ملګری “او” زما په مطلب پوه شو
ببرک کارمل خپل رېږدېدلي لاسونه پورته نیولي و او په چټکۍ سره زما خوا ته را نېږدې کېده، غېږ یې پرانیستله او په چیغو چیغو یې وژړل، غټې غټې اوښکې یې راتوی کړې
شوروي … شوروي .. تواریش (ملګری) ….. شوروي … همدا ټکي یې زمزمه کول او ژړل یې
پرده بیا له ځایه پورته شوه، وخوځېده زما نظر پرې ورپرېوت
دا ځل ملګري “او” په ټینګار سره زما دنظر مخه بالکل ونیوله.

ببرک کارمل لګیا دی شوروی … شوروي … تواریش چیغې وهي او ژاړي.
ملګري “او” د سپیناوي په دود راته وویل مشر ډېر زیات غمجن دی، دمزار غمیزه ……. د کندهار …. هغه ډېر غمجن دی
(دغو ورځو کې په مزار او کندهار کې د شوروي پوځیان وژل شوي و) ببرک له مانه ځان خلاص کړ، چټک یې له مېز نه د “سیمرفوف” شرابو بوتل راواخیست، څه په پر ځمکه او څه پر مېز له تویولو سره یې دری کرستال ګیلاسونه ترې ډک کړل
شوروي …. شوروي .. ته .. ته.. وا .. ریش … دا وایي او ګیلاس په لاس را ټومبي ……..

پرده یوځل بیا نیم کښه شوه، وپوهېدم چې اناهیتا راتب زاد هلته ناسته ده، ببرک تریو شو او کیناست
ملګري “او” ته مې وویل زما خبرې ټکی په ټکی ببرک ته وژباړه:
زه ستر جنرال الکساندر مایوروف د افغانستان په دیموکراتیک جمهوریت کې لوی پوځي سلاکار، تاسې ببرک کارمل په ټینګه دشرابو له څښلو منع کوم، او په ټینګار سره درته وایم چې له دغو کارونو لاس واخلئ

ملګري “او” ته مې امر وکړ:
اوس نو ورشئ او ټینګ چای راوړئ
هغه چې ووت، کارمل په عذرمن نظر ماته وکتل، په پسته ژبه یې وویل: سپا … سۍ .. بو … پژالا …. او بیا یې د شرابو پر ګیلاس ورټوپ کړ
ما یې لاس ونیو
نه ..!

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button