د انتخاباتو کمیسیون رسماً د جمهوري ریاست ټاکنو د ځنډ اعلان وکړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۹)

له څو ورځو چنو وهلو او جنجالونو وروسته ‏د ټاکنو خپلواک کمیسیون اعلان وکړ چې د جمهوري ریاست ټاکنې به په درۍ میاشتې ځنډ سره ترسره کیږي.

په پام کې وه چې راتلونکې ټولټاکنې د وري (حمل) په ۳۱مه نېټه ترسره شي چې د ټاکنو کمیسیون د مشکلاتو او بودیجې د نشتون له امله به اوس  په درې میاشتني ځنډ سره د چنګاښ پر ۲۹ تر سره شي.
ولسمشرۍ ماڼۍ له دغه مهالوېشه هرکلی کړی دی او د ارګ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ویلي چې ولسمشر او د ارګ ټول چارواکي د ټاکنو کمیسیون له دې پریکړې ملاتړ کوي.

دغه راز د نوي مهالوېش له مخې به د افغانستان ولسمشریزې، ولایتي شوراګانو، ولسوالیو شوراګانو او د غزني د ولسي جرګې ټاکنې ۶ میاشتې وروسته د چنګاښ (سرطان) په ۲۹مه ترسره شي.
تر اوسه ۶۱ کسانو جمهوري ریاست ته د نوماندۍ په موخه مالوماتي فورمې ترلاسه کړې ، خو هېڅ یو یې نه دی توانیدلی چې شرایط پوره کړي.

د ټاکنو د احتمالي ځنډ په تړاو له وړاندې احتمالي نوماند حنیف اتمر اندیښنه ښوودلې وه او حکومت ته یې خبرداری ورکړی وو،  خو د ټاکنو کمیسیون تر رسمي اعلان وروسته کوم احتمالي نوماند تر دې دمه غبرګون نه دی ښوودلی.

سرچینې وایی،  چې د انتخاباتو کمیسیون د بهرنیانو تر فشار لاندې وه او هغوی ترې شپږ میاشتنی ځنډ غوښت او له همدې امله یې تر اوسه د ټاکنو بودیجه هم نه ده ورکړې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button