هلمند: ګډوځواکونو د چاپې پرمهال ۶ جوماتونه نړولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۱۰)
د هلمند ولایت ځایي خلک وایي چې تیره شپه د ګرشک ولسوالۍ د “میرمندآب“ په نامه سیمه کې افغان او امریکایي ځواکونو پر ولسي میشت ځایونو چاپه وهلې او خلکو ته یې ګڼ زیانونه اړولي دي.
سرچینې وایی، افغان ځواکونو لومړی ولسي میشت ځایونه په نښه کړل او تر تلاشي وروسته یې د خلکو ۶ مسجدونه د منفجره توکو په مټ له خاورو سره خاورې کړل.
سرچینه زیاتوي، ګډوځواکونو پر دې بسنه ونه کړه او دملکي خلکو ۵ عرادي موټرو او ۱۱ عرادي موټرسایکلونو ته یې هم اورونه واچول.
ځایي خلک وایي، تر دې فاجعې وروسته طالبان سیمې ته ورسیدل او له ګډو ځواکونو سره یې قوي جګړه وکړه، چې په پایله کې یې د امریکایي او افغان عسکرو چاپه ماته او هغوی یې شاتګ ته اړ کړل.
طالبان پیښه تائیدوي او او ګډوځواکونو ته د مرګ ژوبلې ور اړولو د ادعا سربیره د خپلو دو ملګرو د وژل کیدو او دریو نورو د ټپي خبر هم ورکوي.
ګډوځواکونو د کلي ۳ تنه سپین ږیري هم له ځانه سره د بندیانو په توګه وړي دي.



