(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۱۰)
ایراني چارواکي وایي، د افغان طالبانو له یوه پلاوي سره یې چې دغه هیواد ته وربلل شوی و، د سیمې د امنیت او افغان سولې په تړاو خبرې کړې دي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسمي ویلۍ، له طالبانو سره یې اوږدې او هر اړخیزې خبرې کړې او هغوی یې هڅولي، څو له افغان دولت سره مخامخ مذاکراتو ته چمتو شي.
نوموړی وایي، د ایران د ملي امنیت د شورا منشي علي شمخاني د افغان حکومت له همغږۍ وروسته طالبانو ته د دغه هیواد بلنه ورکړې چې په خپله یې د ایرانی هیئت مشري کوله او د طالبانو له خوا بیا د سیاسي دفتر مشر شیرمحمد عباس ستانکزي د خپلې ډلې استازیتوب کاوو.
قاسمي وایي ، اوسمهال چې په سیمه کې خورا حساس مسایل شته او طالبان د خپل هیواد په ۵۰ سلنه خاوره حاکمیت لري؛ اړتیا ده چې له هغوی سره تفاهم ترسره او مذاکرات وشي ځکه هغوی اوس په قوي موقف کې قرار لري .
د قاسمی به خبره، په دغه ناسته کې چې د ایران د بهرنیو چارو په وزارت کې دایره شوې وه په سیاسي او دیپلوماتیکو مسایلو سربیره، د سیمې پر امنیتي مسایلو هم خبرې شوې دي.
طالبانو تر اوسه په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.


















