نیویارک ټایمز: “د امپراتوریو د بدن پاتې شونی غړى باید نور پرېږدوو“

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۱۲)

د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې “له افغانستان څخه د وتلو مهال” ترسرليک لاندې يوه مقاله خپره کړې چې په کې یې د دې هیواد ستونزمن ماموریت او روانو حالاتو ته کتنه کړې.

ورځپاڼې ویلي، امريکايي ځواکونه له هغو وگړو د ځان ساتنې لپاره د فولادي کانکريټي ديوالونو تر شاه  مېشت دي ، چې ټاکل شوې وه د هغوى مرسته وکړي.
د مقالې لیکوال لیکي، رسنۍ په حیرانونکې توګه افغانستان ته کم پام کوي او د هغې جګړې په هکله چې امریکا په کې خپل حیثیت بایلوده، چندان پام نه کوي

ورځپاڼه زیاتوي، دومره لګښتونه که امریکا بل ځای کړي وای؛ ښایي د سیالانو سیال شوی به وو.

لیکوال زیاتوي؛ امریکا تر دې مهاله داسې شرموونکې ماتې نه وه لیدلې او د نړۍ هېڅ هېواد د افغانستان په څېر د امريکا د زوال ښه سمبول نشي کېدلى.

د ورځپاڼې په باور، په دې سربیره چې امریکا هرکال په افغانستان کې ۴۵ میلیارد ډالر لګوي، خو په زیربنایي او نورو پروژو کې د امریکا د رقیبو هیوادونو پراخه ونډه، واشنګټن ته بل شرم دی او په وینا یې “کله چې افغانستان يادېږي نو واشنگټن هغه ښار دى چې د شرم او زړه تنگوالي له امله خپلو ديوالونو تر شاه ځان پټوي“

ورځپاڼه وایي، اوس د دې وخت را رسیدلی ، چې امریکا د امپراتوریو له دغه پاتې شوني غړي نه خپل ځان راټول کړي او دغه شپږمه بې ضرورته ګوته له ځانه پرې کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button