جنرال مېلر خپلو ځواکونو ته:د سولې خبرې ګړندۍ شوې، هرډول حالاتو ته چمتو اوسئ
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۱۲)
به افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ قوماندان جنرال سکاټ میلر تیره ورځ خپلو ځواکونو ته د تیارسۍ امرکړی.
د رویټرز د خبر له مخې، میلر تیره ورځ په کابل کې خپلو سرتیرو ته په وینا کې وویل، د طالبانو سره د سولې خبرو پرمختګ کړی ، نو پر همدې اساس باید هر ډول حالت ته تیار و اوسو.
نوموړي ویلي، طالبان د سیمې له هیوادونو سره په خپلمنځي تفاهم بوخت دي چې ترې وروسته به له افغان حکومت سره هم خبرې وکړي.
نوموړی دغه راز ټینګار کړی چې په ۲۰۱۹ کال کې به امریکا او افغانستان د مثبتو بدلونونو شاهدان وي.



