هرات: سرحدي عسکرو پر بهرنيو مشاورينو برید کړی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۱۲)
په هرات ولايت کې د ۲۰۷ظفر قول اردو قوماندان نورالله قادري وايي، د سرحدي پوليسو قوماندانۍ په پنځمې لوا کې سرحدي عسکرو پر بهرنيو مشاورينو بريد کړی دی.
د قادري په وينا، دغه پېښه نن سهار د یوولس بجو په شاوخوا کې رامنځته شوې او په بريد کې ايټاليايي عسکر په نښه شوي دي.
که څه هم نوموړی وايي، په دغه بريد کې بهرنيانو ته زيان نه دی اوښتی او يوازې یو سرحدي عسکر ټپي شوی خو ځايي باوري سرچينې وايي، یو تن افغان عسکر د بهرنيانو ټانګ په راکټ لانچر وويشت او هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
یو شمير سرچينو د نورالله قادري له قوله ليکلي، چې بريد کوونکي دوه تنه عسکر و او د نورو پوليسو په متقابلو ډزې کې له منځه وړل شوي دي.
تر اوسه په دې اړه په هرات کې د سرحدي لواء مسوولینو او يا په افغانستان کې ميشت بهرنيو ځواکونو څه نه دي ويلي.
خو شاوخوا دوه مياشتې مخکې هم د هرات په شينډنډ هوايي ډګر کې د يوه داخلي بريد پر مهال دوه بهرني عسکر ووژل شول او يو تن بل ټپي شو چې وروسته بيا نوموړی بریدګر عسکر د افغان او بهرنيو ځواکونو تر سختو شکنجو لاندې ساه وکړه. د دغه بریدکوونکي عسکر په اړه طالبانو ويلي و چې د دوی نفوذي کس و.
تر دې مخکې هم پر بهرنيانو او داخلي چارواکو او پوځي منسوبينو ورته ډول بريدونه شوي چې د ډيری بريدونو مسوولیت طالبانو منلی په وينا يې د افغان پوځ په ليکو نفوذي کسان لري او له وخت نه په استفادې به بريدونه کوي خو تر اوسه يې د دې بريد په اړه څه نه دي ويلي.



