د اشرف غني د ځانګړي استازي په مشرۍ پلاوی پاکستان ته سفر کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۱۲)

ټاکل شوې چې د سيمه ایزې اجماع په چارو کې د ولسمشر غني ځانګړی استازی محمد عمر داودزی پاکستان ته سفر وکړي.

د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر او د ولسمشر ځانګړي استازي عمر داودزي نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې راتلونکی ۲۰۱۹ ميلادي کال به د سولې کال وي خو زياته يې کړه حکومت د سولې په معاهده کې په درې مسئلو شک لري.

له افغانستان څخه د سیمې هېوادونو غوښتنه، له حکومت څخه د طالبانو غوښتنه او اهداف او هغه بیه چې د سولې لپاره باید ورکړل شي، هغه څه دي چې د «سولې معاهدې» د شکونو په توګه ترينه یادونه کيدلی شي.

دغه راز نوموړي د سولې د ټينګښت لپار د سيمه ييزې اجماع رامنځته کول مهم وبلل په وينا يې خليلزاد ځينې اقدامات کړي خو هغه د امريکا د ګټو استازيتوب کوي نه د افغانستان.

داودزي په دغه غونډه کې وويل، د سيمه ايزې اجماع رامنځته کېدو په موخه راتلونکې اوونۍ ګاونډي هېواد پاکستان ته سفر کوي په وينا يې وروسته به نورو سيمه ایزو هېوادونو ته د سفرونو په اړه تصمیم نيول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په وار وار له افغان حکومت سره مذاکرات رد کړي او د افغان ستونزې یوازينی حل يې د امريکايانو سره خبرې او له هېواد څخه د بهرنيو ځواکونو وتل یاد کړي دي.

تر دې مخکې د افغانستان سولې په اړه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي درې ځلې له طالبانو سره د افغانستان شخړې په هواري خبري کړي چې دواړو لوريو دغه خبرې مثبتې بللي او ټاکل شوې راتلونکې او وروستۍ ناسته په سعودي عربستان کې ترسره کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button