نيويارک ټايمز: امريکا به ډير ژر افغانستان پريږدي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۱۲)

له امريکا څخه خپرېدونکې نيويارک ټايمز ورځپاڼې له افغانستان د امريکايي ځواکونو د ايستلو په اړه په يوه مطلب کې چې عنوان يې دی “له افغانستان څخه د وتلو وخت دی” او ولسمشر ډونالډ ټرمپ به راتلونکي اوړي کې له افغانستانه نيمايي امريکايي عسکر وباسي.

د مطلب ليکونکی روبرټ کپلان په دغه راپور کې ليکي، د امريکايي ځواکونو ايستلو اعلان ځينې اندېښنې راپورته کړي خو په وينا يې له دغه هېواده د امريکايي پوځيانو وتل حتمي دي.

نوموړی ليکي، پر طالبانو د پوځي بري شونتيا نه ليدل کېږي او امريکا به افغانستان پريږدي.

د ليکوال په خبره، چین، هندوستان، پاکستان او ايران په افغانستان کې د انرژس او معدنونو کېندلو سيالۍ کوي خو داسې ښکاري امریکا دا مهال له افغانستان څخه لږ څه ترلاسه کوي او هر کال په دغه هېواد کې (پنځه څلوېښت) ميليارده ډالره مصرف کوي.

مطلب زياتوي، امريکا پر افغان ماموريت دومره لګښت کوي چې يوازې ستراتيژيکو سيالانو سره يې مرسته ده او ډير څه په لاس نه ورځي.

شاوخوا دوه اوونۍ مخکې راپورونه ورکول شول چې ډونالډ ټرمپ د امريکايي پوځ مسوولينو ته امر کړی څو له افغانستانه د اووه زره امريکايي سرتيرو د را ايستلو پلان چمتو کړي.

چې وروسته د امريکا دفاع وزارت او د پوځ مسوولینو وويل چې تر دې دمه ورته د عسکرو د ايستلو رسمي امر نه دی شوی.

خو ټرمپ وړمه ورځ په تازه ټويټ کې ليکلي و: «ما د کمپاین په وخت له خپلو خلګو سره ژمنه کړې وه چې له سوریې او نورو هیوادونو څخه به خپل عسکر راباسم، خو درواغجنه میډیا او ناکامه جنرالان چې تر دې وړاندې هیڅ لاسته راوړنه نه لري زما په خلاف شکایتونه کوي، خو زه به هغه څه کوم چې ویلي مې دي».

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button