د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره د کانديدانو نوم ليکنه پيل شوه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۱۳)

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مرستيال وياند ذبیح الله سادات نن د پنج شنبې په ورځ د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره د کانديدانو د نوم ليکنې د پيلېدو خبر ورکړ.

د سادات په وينا، نن  د مرغوي په ديارلسمه نيټه دغه پروسه پيل شوه چې تردې دمه ۷۳ کسانو له کمېسيون څخه د کانديدانو معلوماتي کڅوړې ترلاسه کړي خو تر اوسه چا نوم لیکنه نه ده کړې.

نوموړی وايي، د جمهوري رياست لپاره د کانديدانو د نوم ليکنې دغه پروسه به د مرغومي مياشتې تر اخره پورې دوام وکړي.

د ۱۳۹۸کال د حمل ۳۱ د ولسمشرۍ انتخاباتو نيټه ټاکل شوې وه خو د ټاکنو کمېسيون وايي، د تخنیکي ستونزو او یو لړ نورو مشکلاتو له امله يې د دغه انتخاباتو نيټه درې مياشتې وځنډوله چې د راتلونکي کال د چنګاښ په نهه ويشتمه به ترسره کېږي.

که څه هم څو ورځې مخکې ملګرو ملتونو، د امريکا سفارت په ټاکنو کمېسيونونو کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه او په عين حال کې سياستوال، سياسي ګوندونه او ولسمشرۍ لپاره ځينې احتمالي کانديدان نيوکه کوي چې د ولسمشرۍ ټاکنو ځنډول د اساسي قانون سره په ټکر کې دي او دغه کړنه به پر ټاکنو د خلکو بې باوري لا زياته کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button