(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۱۳)
د افغانستان جمهوري ریاست د ټرمپ د تیرې ورځې پر څرګندونو له بې باورۍ ډک غبرګون ښوودلی او ویلي یې دي چې“ د څرګندونو او د یوه هېواد د رسمي پالیسۍ ترمنځ توپير موجود وي.“
ټرمپ تیره ورځ له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي وو، “په افغانستان کې باید د امریکا پرځای، روسیه، هند پاکستان او نور ګاونډي هیوادونه وجنګیږي؛ دا چې افغانستان شوروي اتحاد ټوک ټوک کړ، مونږ ته هم په کې د پوځي حضور اړتیا نه شته“
نوموړي دغه راز د روسانو دفاع کړې او ویلي یې دي، روسان په حقه وو او د خپلې دفاع په موخه یې پر افغانستان یرغل وکړ.
ارګ په خپله خبرپاڼه کې ویلي، د پخواني شوروي اتحاد پر ضد د افغانانو د مقدس جهاد د اعلان په طرفدارۍ نړۍ بشپړه اجماع درلوده، د ملګرو ملتونو سازمان ،د ۳۴اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د امریکا ټولو جمهور رئیسانو دابرید غندلی وو.
ارګ ویلي
“ هر هېواد ته خپلې ګټې مهمې دي؛ خو په افغانستان کې نړیوالې قواوې یوازې د افغانستان لپاره نه؛ بلکې د نړۍ او د همدغه دوستو هېوادونو د امنیت لپاره پرتې دي“
د اعلامیې په پای کې راغلي چې، د یو لړ څرګندونو په اړه د امریکې متحدو ایالتونو د دوست هېواد له حکومت څخه د ډیپلوماټیکو لارو د یو شمېر پالیسیو په اړه وضاحت غوښتل شوی او تمه شته چې په نږدې راتلونکي کې به له ارګ سره شریک شي.
ارګ داسې مهال دا اندیښنه څرګندوي چې ویل کیږي په لنډ راتلونکي کې به د امریکایی قواوو د ایستلو لړۍ په چټکۍ سره پیل شي .
شنونکي وایي؛ د ټرمپ وروستۍ څرګندونې چې د خپلو ځواکونو د ورټولولو تلویحي اشاره یې ورکولې، د ملي یووالي د حکومت چارواکي سخت وارخطا کړیي دي.


















