آصف الله آصفی
د کمونیزم وروستی غلام نجیب چې کله روسانو یواځې پریښود، نو حالت یې هغه سیند اخیستونکې ته ورته شو چې هر بوټي او هر ځګ ته یې لاس اچاوه. بله دا چې خپله میرمن او بچي یې د مصؤنیت په موخه له هیواده وویستل او په هندوستان کې یې ځای پر ځای کړل، خو د نورو افغانانو غریب بچي یې د جنګ پر اور وراچولو ته په ډول ډول شعارونو او فریبکارانه خبرو د رسنیو له لارې تشویقول.
د کابل د ترافیکو په څلور لارې کې یې راغوڼدو شویو له سر نا خلاصو پلویانو ته په وروستۍ وینا کې له خورا ډیرو غولوونکو خبرو نه وروسته دا شعار پوره کړ چې: (سر میدهیم سنګر نمیدهیم.)
د غریبو له سر نا خلاصو بچو یې دا او دې ورته شعارونه په چکچکو بدرګه کاوه. غافل له دې چې ده خپله کورنۍ هم د جنګ له اوره بچ کې او پخپله یې هم د سنګر د پریښودو او هندوانو ته د تیښتې پلان درلود.
هغه ځینې خلک وایی چې روسان نجیب وویستل، که رښتیا نجیب ویستلی وای نو د هندوستان پر ځای به خپل اولادونه هم هند ته نه بلکې روسیې ته استولی وای او پخپله به یې هم د روسانو پر ځای هند ته د تیښتې هڅه نه کوله.
په هر ترتیب، ولیدل شول چې لکه څرنګه یې یاد شعار له فریب او چل نه ډک و چې لومړی یې خپل اولادونه له هیواده وویستل او ورپسې په خپله پرته له دې چې خپل حکومت او خپل ګوند په جریان کې کړي په خورا پټه توګه د میدان هوایی خواته ولاړ څو له هغه ځایه د هند په لورې وتښتي، خو ناخبر له دې چې هوایی میدان یې د ګلم جمو ملیشو لاس ته لویدلی و — هغه ګلم جم ملیشې چې همده په خپله د مسلمانو افغانانو د قتل عام لپاره جوړې کړې وې، په همغه لومه کې یې پښه ونښته چې اسلام پلوه مسلمانانو ته یې ایښې وه، (مه کوه په چا چې وبه شي پر تا).
کله چې ګلم جم ملیشو نوموړې ته هوایی میدان ته د ننوتلو اجازه ورنکړه نو د دې لپاره چې مخکې له دې چې تیښته یې خپل حکومت او خپل ګوند ته رسوا شي او د عدلي او قضایی ارګانونو پنجو ته ولویږي، په بیړه یې ځان د ملګرو ملتونو دفتر ته ورساوه په تیښته کې بریالی شو او هلته تر هغې پروت و چې تر څو یې وربشه پوره نه وه.
د نجیب دغې تیښتې وښوده چې د سر ورکولو شعار یې غولوونکی او پوچ شعار و، او هم یې د خپلو ګوندي ملګرو له خبرتیا پرته تیښته د سنګر نه پریښودلو شعار هم پوچ او فریب ورکوونکی چیغې وې چې د نورو ځامن یې د جنګ په اور کې سوځول غوښتل.
اوس عین سناریو تکراریږي. اسدالله خالد چې له ډیرې مودې او وروسته له هغې چې د طالبانو لخوا په یوه غښتلې چاودنه والوزول شو، او د میرمنې امانت د پښو له مینځه خدای واخیست، او له رغیدا وروسته په کلونو په خپل کور کې بې سرنوشته، بې وظیفې، بې موقفه او بې معاشه پاتې شو، د عناد سطحه یې ورځ تر بلې لوړیده.
څه موده مخکې یې د ځینو پلویانو په ګډون یو ستر لاریون وکړ او حکومت یې نسبي اخطارونه هم پکې ورکړل، چې موخه یې یواځې د یوه موقف غوښتل وو. خو نن چې په متفکر صییب د دفاع په وزارت ونازاوه، نو د هوش پر ځای یې د نجیب په څیر د جوش ژبه استعمال کړه، او د په دار شوي نجیب په ګامونو یې خپل خوځښت پیل کړ چې انجام به یې هم د نجیب په څیر او یا له هغې هم بدتر وي، ځکه چې ده هم شعار ورکړ چې: (سر وهو سنګر نیسو).
باید یادونه وشي چې د اسدالله خالد کور او بچیان او هم د اشرف غني کور او بچیان په امریکا کې ژوند کوي، په دې معنی چی له دوی له نجیب نه هم ډیر ډارن دي. نجیب خو هغه مهال خپله کورنۍ له افغانستان نه وویسته چې حالات ډیر سخت په خرابیدو شول، او متفکر او دې خصي خو لا له پخوانه خپل بچیان له ډاره په امریکا کې دیره کړي دي.
نو تاریخ به د ده په هکله هم قضاوت وکړي او هغه وخت ډیر لرې نه ښکاري، ځکه چې ټرمپ نور د تیښتې په حال کې دی او چې بادار وتښتي نو د غلامانو انجام یې د نجیب په څیر په عام محضر کې په دار ځړیدل وي.
همدا نن سهار د دفاع وزارت ویاند رادمنش د ATN تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل چې پخوا مو دا خبره نه کوله اوس یې په ډاګه وایو چې امریکا دې پر مونږ رحم وکړي او مونږ د طالبانو د مقابلې توان نه لرو.
بس چې څوک کري هغه به ریبي، خو دا له اسلامه مرور شوی افغانان هیڅکله د راتلونکي په اړه فکر نه کوي بس سرتمبه پر مخ روان دی، که کفر وی او که اسلام که غلامي وي او که چاپلوسي، که دووسي وي او که حماقت بس یواځې د ژوند د عیش نوش په کیسه کي وي او بس.


















