د بري زېری

حضرت یوسف مزمل

زېری د بري به مې غازي یار له کابل راوړي

سږ کال به سپرلی نوي رنګونه نوی ګل راوړي

نور د امیدو غوټۍ به ګل شي سپړېدلې ده

دم په قدم فتحې غلیمانو ته اجل راوړي

ناوې خپلواکۍ ته به په غاړه کې د سرو امېل

هار د ازادۍ به له رقیب طالب اتل راوړي

مات ګوډ او ړانده شول د وتو لاره ترې ورکه ده

څوک چې پاکه خاوره د افغان باندې یرغل راوړي

وي به خوار ذلیل چې د پردیو غلامي کوي

هغه یادومه چې کوږ بار تر خپل منزل راوړي

موږ یې پل اخیستی مزمل ورکېدای نه شي

څوک چې زموږ حریم لره قدم په نیت د چل راوړي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button