(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۱۶)
د سولې عالي شورا له حکومت څخه غوښـتي چې په سعودي عربستان کې دې د افغان سولې په تړاو کیدونکې غونډې ته پلاوی نه لیږي.
د دغې شورا ویاند احسان طاهري نن په یوه خبري ناسته کې وویل، “افغان حکومت ته د سولې عالي شورا سپارښتنه دا ده تر هغو چې د افغان طالبانو له تحریک سره د مخامخ خبرو ډاډ نه وي ورکړل شوی، باید دغو خبرو کې ګډون ونه کړي“
د سولې شورا دغه راز ویلي، د افغان سولې په تړاو د هر کیدونکي کنفرانس او غونډې مدیریت باید له افغان حکومت سره وي او په دې هکله یې له نورو هیوادونو سره هم خبرې کړې دي.
طاهري وویل که داسې نه شي، برخلیک به یې د ابوظبۍ او مسکو غونډې په څیر وي، چې د ده په وینا کومه نتیجه یې نه درلوده.
تر اوسه مالومه نه ده چې د جدې ناسته به کله ترسره شي او که بیخي به لغوه شي، خو طالبانو وار له مخه ویلي چې، چې د سعودي کنفرانس د دوی په اجنډا کې نه شته او ګډون په کې نه کوي.
بل پلو د دغې شورا درالانشاء په یوه خبرپاڼه کې ویلي ، د عمر داودزي په مشرۍ یو پلاوی به په لنډ وخت کې پاکستان ته سفر وکړي او د هغه هیواد له سیاسي او مذهبي مشرانو به وغواړي چې د سولې مذاکراتو ته د طالبانو په حاضرولو کې ورسره عملي ژمنه وکړي.
د سولې شورا داسې مهال د پاکستان دروازه ټکوي چې په تیر کې په ځلونو دغه هیواد د طالبانو په حاضرولو او له افغان حکومت سره مذاکراتو ته چمتو کولو کې ناکام شوی دی.
طالبانو په وار وار ویلي، چې له حکومت او سیاسي ګوندونه سره مذاکرات کوي، خو چې له امریکا سره د اشغال په ختمولو برخلیک تفاهم ته ورسیږي.


















