ته مي ارمان يې! – مهاجر مدثر

مهاجر مدثر

ته مي ارمان يې زه مي خپل ارمان په چا نه پلورم

ګل غوټئ نه دي پلورم ګل ارمان په چا نه پلورم

وچ سترګيه بیا چي په کږو ورته را ونه ګورې

د ګران بابا د پګړئ ول ارمان په چا نه پلورم

دا د قرنونو سرمایه د تاندو مټو ځواک مي

د سپيني حوري توري ځل ارمان په چا نه پلورم

مسته شپېلئ مي پرونئ نغمې اوس هم غږوي

غرنی شپون يمه شډل ارمان په چا نه پلورم

مال او متاع مي ترېنه زار شه او بیا زار شه ترېنه

اې مدثره د کابل ارمان په چا نه پلورم

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button