د کندهار پیښې دوهم تعقیب: د ګډوځواکونو په عملیاتو کې ۱۳ ملکیان وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۱۶)

د کندهار ولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ کې د صفر ۳ قطعې  ځانګړو ځواکونو له خوا د تیرې شپې د عملیاتو تازه جزئیات رسنیز شوي.
نن سهار مهال یو شمیر رسنیو خبر ورکړ چې د ملاصاحب د سرای عسکرو صفر درې قطعې د لوړ شاولیکوټ په سیمه کې پر ولسي خلکو چاپه وهلې ، چې په کې يې پنځه ملکي وګړي وژلي او درې ميرمنې ټپيانې دي.

تازه جزئیات وایي، چې دغو ځواکونو چې امریکایانو یې ملتیا کوله شپږ (۶) تنه ښځې او ۷ نارینه شهیدان کړي او ۳ نور ټپیان دي.
دغه راز یادو ځواکونو د ځایي خلکو ۲ موټرونه هم سوخولي دي.
طالبانو پیښه بشرضده جنایت بللی، خو افغان او امریکایی چارواکو یې په تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button