(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۱۶)
په داسې حال کې چې د امریکایانو او طالب مرکچیانو ترمنځ خبرې مهم پړاو ته داخلې شوې، طالبانو د ”ورځې خبره“ تر عنوان لاندې په یوه مقاله کې چې د دوی رسمي نظر څرګندوي ویلي، امریکایان له زور او زر کارولو ستړي شوی او په هر ډول چې وي ، له افغانستان څخه وتل غواړي.
مقاله کې ویل شوي،هغوی ته امریکايي ګټې او منافع مهمې دي ؛ نه د نورو هیوادونو ساتنې لپاره هغه جګړه چې ټول بار او بوج يې د امریکا تر غاړې دی.
طالبانو د امریکایي چارواکو متضادو دریځونو او د امریکا د ولسمشر او دهغه د مرستیال څرګندونو ته چې له افغانستان څخه یې د خپلو ځواکونو د ایستلو خبرداری ورکړی وو، ویلي، ”امریکایان خپل همدغه حشر په سترګو ګوري نو خپل نجات او پرده په دې کې ویني چې هر څومره ژر کیدلای شي د افغانستان له جنګ او بحران څخه ځان خلاص کړي.“
مقاله کې ویل شوي، دولتي چارواکي د ټرمپ تر دې اعلان وروسته هڅه کوي خپل ځان او هغه شتمني چې د امریکایانو له حضور یې ترلاسه کړې وه، بهر ته انتقال کړي او په وینا یې چې ”دغو خبرو د کابل رژیم ستنې/پايې چې هسې هم په امریکایي رحم او کرم ولاړې وې سختې لړزولي او په چارواکو یې د وارخطايۍ او ویرې زلزلې ورګډې کړي دي.“
طالبان وایي، حکومت د امریکایانو تر وتلو وروسته د یوې اونۍ مقاومت هم نه شي کولی او دا چې د دوی له وتلو وروسته به د حکومت برخلیک څه وي او څو ورځې به دوام کوي . داخبره او حالت امریکایانو ته کوم ارزښت او اهمیت نلري.
طالبانو ویلي چې له امریکا سره یې خبرې ښه پړاو ته رسیدلې او د سرچینو په وینا، ښایي په راتلونکو دو ورځو کې طالبان او امریکایي استازي د قطر پلازمینه دوحه کې د څلورم ځل لپاره هم مخامخ خبرو ته کیني.


















