(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۱۷)
د کنړ سيمه ييز چارواکي وايي، د دغه ولايت په پيچ دره کې له تيرو څو ورځو راهيسې د طالبانو داعش وسله والو تر منځ جګړه روانه ده.
د کنړ د ولايتي شورا مرستيال عبدالطيف فضلي وايي، څلور ورځې مخکې د طالبانو او داعش ډلې تر منځ جګړې ونښتې چې لا هم ادامه لري.
د فضلي په وينا، داعش وسله وال د نورګل، څوکۍ او پيچ درې په ځينو سيمو کې د ۲۵۰ کسانو په شاوخوا کې شتون لري چې د طالبانو سره په جګړه بوخت دي.
د ځايي چارواکو په خبره، تر اوسه د تيرو څلورو ورځو په جګړه کې پنځه داعش وسله وال او څلور طالبان وژل شوي.
خو طالبانو يا داعشیانو په دې اړه تر دې دمه په رسمي توګه څه نه دي ويلي.
په عين حال کې د کنړ د والي وياند عبدالغني مصمم هم د طالبانو او داعش جګړه تاييدوي په وينا يې په دې اړه کره معلومات ځکه نه لري چې په سيمه کې د ټېليفون سهولت نشته.
له کنړ ولايت څخه د طالبانو يوې سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، نن له سهاره تر غرمې پورې د ماڼوګي ولسوالۍ کړنګل کلي په لوړ غره شوتلو سر کې د دواړو خواوو تر منځ په جګړه کې د داعش د يوه نظامي مشر نجيب په شمول يوولس داعش وسله وال وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي.
ځينې سيمه ييزې سرچينې وايي، په ياده سيمه کې پر داعش وسله والو دوه ډرون بریدونه هم شوي چې لسګونه وسله والو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
ويل کېږي، ډیری داعش وسله وال په ننګرهار ولايت کې د طالبانو او دولتي ځواکونو له جګړو کنړ ته تښتېدلي او هلته يې په ځينو سيمو کې فعاليت پيل کړی خو کنړ کې هم د طالبانو له سختو بريدنو سره مخ شوي چې د ځايي طالب سرچينو په وينا دغه ولايت کې يې هم ټغر پر ټولېدو دی.
تر دې مخکې ځينو بنسټونو او د ولسي جرګې يو شمير استازو ويلي، امريکا په افغانستان کې د داعش وسله والو حمايت کوي او ډيری مهال د طالبانو لومړۍ کرښۍ او داعش وسله والو سره پراته سنګرونه تر بريدونو او چاپو لاندې نيسي.


















