(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۱۱)
د حزب اسلامي مشر او ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ګلبدین حکمتیار له اریانا نیوز سره په یوه مرکه کې ویلي طالبان دا حق لري چې د کابل له ادارې سره ونه ګوري ، ځکه چې په وینا یې “دې ادارې هغه ژمنې چې له حزب اسلامي سره کړې وې پوره نه کړې نو له طالبانو سره خو یې کله هم نه پوره کوي“
حکمتیار وویل، که د طالبانو خوښه وي، نو د مذاکراتو د ښه پر مخ وړلو لپاره باید یو موقت حکومت حتمي جوړ شي چې د لنډې مودې لپاره به وي او موخه به یې یواځې مذاکرات وي.
نوموړي زیاته کړه، د جګړې اصلي لامل اوسنی فاسد نظام دی او تر څو یې چې ریښې له منځه نه وي تللې، روانه خونړۍ جګړه به دوام لري.
حکمتیار وړاندوینه وکړه چې “د اوسني حکومت ټغر په ټولیدو دی او د افغانستان په سوله کې د پاکستان ونډه او د هغوی مداخله «خوشي بې بنسټه» خبرې دي“
هغه ټینګار وکړ چې د اشرف غني او نورو چارواکو ګټه په جګړه کې ده او نه غواړي سوله راشي