(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۱۱)
د افغانستان د عدلیې وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي،سلګونو ټولنو او بسنټونو چې خپل جوازونه نوي کړي نه وو، جوازونه بې ارزښته شول.
دغه وزارت ویلي د شاوخوا ۳۱۷ بنسټونو، ټولنو، شوراګانو او او اتحادیو جوازونه یې لغوه کړي دي.
د عدلیې وزارت وایي،دا مهال ورسره ۳۸۸۲ بنسټونه ثبت دي، چې له ډلې یې ۱۲۸۷ ټولنو لا هم خپل جوازونه نوي کړي نه دي.
د دغه وزارت په وینا، په قانوني توګه اوسمهال ورسره ۲۲۷۸ ټولنې ثبت دي چې جوازونه یې هم نوي کړی .
یاد وزارت پر ټولو اتحادیو او بنسټونو ژغ کړی چې که غواړي فعالیتونه یې له لغوه کیدو وژغورل شي، ژر تر ژره دې خپل جوازونه نوي کړي.

