ولسمشر اشرف غني: باید ځمکنیو دهلېزونو جوړولو ته هم پام وشي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني بیګاه ماښام د هوایي دهلېز له لارې د توکو د صادرونکو غونډه کې چې په چهار چنار ماڼۍ کې جوړه شوې وه، ګډون او وینا وکړه.

په پیل کې د جمهوررئیس ستر سلاکار اجمل احمدي د هوایي دهلېزونو په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل، د اسیا زړه کنفرانس په څنډه کې د افغانستان او هند ترمنځ د هوایي دهلېز د پرانیستې په اړه د جمهوررئیس غني او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي له توافق وروسته د افغانستان او هند تر منځ هوایي دهلېز پرانیستل شو.

نوموړي زیاته کړه، ورپسې له قزاقستان، سعودي عربستان، اروپا، چین او ترکیې سره هوایي دهلیزونه رامنځته شول او د دغو دهلېزونو له لارې له کابل، کندهار او مزارشریف څخه غالۍ، جلغوزي، قره قل، تازه او وچې مېوې بېلابېلو هیوادونو ته صادرې شوې.

جمهوررئیس غني د وینا پر مهال افغان تاجرانو او د خصوصي سکتور استازو ته د صادراتو د ټرانزیټ او ټرانسپورټ په برخه کې د دوی د لوی هیلې د پوره کېدو مبارکي وویله. همدارنګه یې د اړوندو هیوادونو سفیرانو څخه په مننې هغوی ښه شریکان وبلل.

ولسمشر غني وویل، په نړیوالو بازارونو کې د رقابت لپاره باید د صادراتو کیفیت ته پاملرنه او پر پروسس اساسي پانګونه وشي. هغه زیاته کړه، په نږدې راتلونکي کې به په کابل کې د جلغوزیو د پروسس لویه فابریکه جوړه شي.

جمهوررئیس  د ارزښت ځنځیر په ایجاد او همدارنګه په تولیداتو، صادراتو او پروسس کې د ښځو د رول پر تقویې ټینګار وکړ . هغه زیاته کړه، د هوایي دهلېزونو ترڅنګ باید ځمکنیو دهلیزونو ته هم اساسي پام وشي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button