نیویارک‌ ټایمز: د افغان جنګ ختم کړئ

ورځني سیاسي نوټونه  (۳۳۰)

واحد فقيري

د امریکا ټاپ اخبار نیویارک ټایمز په خپله اوږده سرمقاله کي د فبروري پر ۳ مه لیکي د ۲۰۰۱ د سپټمبر پر ۱۴ مه د متحده ایالاتو په تاریخ کې کانګرس تر ټولو غټ سپین چیک ولیکی.

کانګرس جمهورریس بوش ته اجازه ورکړه چې د طالبانو پر خلاف نظامي عملیات وکړي، ځکه هغوی اسامه بن لادن نه تسلیموی.

د امریکا په سنا او ولسي جرګې کې یوازې یوې استازې د دې جنګ مخالفت وکړ. د کلفورینا دیموکراتي وکیلې، مېرمن باربارا لي، خبرداری ور کړ، او وې ویل،«موږ باید د یو بې پایانه جنګ په غېږ ور نه سو. داسې یو جنګ چې نه د خروج ستراتیژي ولري، او نه هم مشخص هدف او موخه ولري. موږ باید پخواني اشتباهات بیا تکرار نه کړو.»

خو فقط څو راوروسته، جمهورریس بوش د کانګرس ګډې ناستي وویل،«د تروریزم پر خلاف زموږ جنګ د القاعدې سره شروع کېږي، خو دا جنګ دلته نه ختمېږي. دا جنګ به تر هغه وخت پورې دوام ولري څو ټولې نړیوالې تروریستي ډلې پیدا او ماتې کړو.» اوس ۱۷ کاله راوروسته، د امریکا اردو په شپږو قارو کې په ۸۰ (اتیا) ملکونو کې د تروریزم پر ضد په جنګونو کې لتاړه ده.

د عراق او افغانستان د جنګ مصارف او د عسکرو معالجه به د ۲۰۱۹ تر آخره پورې شپږ ټریلیون ډالرو ته ورسېږي.

څرنګه چې دا ګرده پیسې په قرض اخیستل سوي دي، د دې جنګ نهايي قمیت به تر شپږ ټریلیونه لا زیات وي.

د ۲۰۰۱ راهیسې په دې جنګونو کې تقریبا درې میلونو امریکايي عسکرو برخه اخیستې ده.

قریب ۷۰۰۰ عسکر او تقریبا ۸۰۰۰ قرار دادیان په کې وژل سوي دي. څه د پاسه ۵۳۷۰۰ کسان په کې ټپیان سوي دي.

بوش موږ ته په ۲۰۰۴ کي وویل،«موږ دا جنګونه ځکه په افغانستان او عراق کې کوو، څو موږ په خپلو ښارونو کې د ترورسټي حملو سره مخامخ نه سو.»

خو واقعیت دا دئ چې کرکه سرحد نه لري. دا درسته خبره ده چې د سپټمبر د یوولسمي له حملو راوروسته، هیڅ خارجي ترورسټي ډله پدې بریالۍ نه سوه چې د متحده ایالاتو په دننه کې حمله وکړي، خو له وخت راهیسي څه د پاسه ۲۰۰ حملې د داخلي امریکايي ترورسټانو لخوا تر سره سوي دي.

په دې حملو کې نیم د راډیکال امریکايي مسلمانانو لخوا سوي دي او سم نیم د سپین پوستو افراطیانو لخوا سوي دي.

کله چې ټرمپ د سپيني مانۍ د نیولو لپاره مبارزه کوله، هغه وعده وکړه چې په خارج کې به د امریکا د نظامي ماجراجويي مخه نیسي، او یوازې به پر ستراتیژیکي لومړیتوبونو باندې تمرکز کوي.

په دې برخه کې د ښاغلي ټرمپ نظر درست او صایب دئ. او باید همدا بې انجامه جنګونه ختم سي. همدااوس، تقریبا ۱۴۰۰۰ امریکايي عسکر په افغانستان کې دي.

د امریکا د استخاراتو تازه رپوټ وايي،«دا جنګ یو کامل بن بست ته رسېدلی دئ.»البته، د نیویارک ټایمز اداره اعتراف کوي چې موږ له اوله سره د افغان جنګ پلویان وو. موږ د ناټو پر هغو هیوادونو باندې انتقاد کاوه چې افغانستان ته په کافي ئې اندازه عسکر نه لېږل. موږ د عراق له جنګ سره پدې خاطر مخالفت وښود چې له افغانستانه يې منابع بلې خوا ته متوجه کولې. موږ اقرار کوو چې موږ د افغان حکومت په اړه ساده او خوشبینه وو، که څه هم موږ پوهېدولو چې د افغان حکومت نهایت بېکاره او جام ولاړ دئ. موږ د ملکي کسانو د وژلو په باب خپل ژور خپکان او اندېښنه څرګنده کړې ده، دغه راز موږ د پنتګان له هغه کوښښ سره هم مخالفت ښودلی دئ چې پر ګوته ئې کشمیر راته جوړوی.

کله چي ښاغلي اوباما د افغان د جنګ د ختمولو وعده وکړه،‌ موږ ئې حمایت وکړ. خو کله چي اوباما وعده خلافي وکړه، موږ خپل خپګان اظهار کړ. موږ په ۲۰۱۵ کې ښاغلي اوباما ته ولیکل،«په افغانستان کې د څو نورو کلونو لپاره امریکايي عسکر ساتل، هیڅ ګټه نه لري.»

کله چې جمهورریس ټرمپ په سپینه مانۍ ننوت، د هغه نظامي مشران پرې غالب سول، او په ۲۰۱۷ کې يې اضافه عسکر افغانستان ته واستول.

د ټرمپ په دروان کې په افغانستان کې د بمونو باران شروع سو. خو د ټرمپ ستراتیژي له ناکامۍ سره مخامخ ده. په زرهاوو ملکي افغانان ووژل سول. په میلونهاوو افغانانو یا وطن خوشي کړ، او یا دننه په هیواد کې نورو ځایونو ته وکوچېدل.

د مخدره مواد کښت تر بل هر وخت زیات دئ. افغانستان اوس هم د جهان له فقیرو هیوادونو څخه دئ.

د ۲۰۱۴ راهیسي، څه د پاسه ۴۵۰۰۰ افغان عسکر او پولیس وژل سوي دي.

الان د ټرمپ حکومت د طالبانو سره خبري شروع کړي دي. دا یو ښه ګام دئ، او د واقعیت منل دي. موږ باید دا ومنو چې د افغان جنګ په ښه حالت کي یو بن بست دئ، او په بد حالت کي یوه ناکامي ده. زموږ اساسی هدف د اسامه بن لادن وژل وو، هغه مو تر لاسه کړ.

زموږ بل هدف په افغانستان کې‌ یو داسې حکومت جوړول ول چې پر خپلو پښو باندې ودرېږي، دا هدف ښايي تر لاسه نه سي، ځکه دا کار دونه منابع غواړي چي موږ يې د تادیه کولو خیال نه لرو.

البته له یوه جنګ څخه راوتل ستراتیژی نه ده.‌ خو خپل عسکر په منظمه توګه راایستل ممکن دي، او ښايي د ډېرو خلکو ژوند وژغوري.

په ۲۰۱۹ کي په افغانستان کي تر اوسه پورې دوه امریکا عسکر وژل سوي دي، په ۲۰۲۰ کې باید هیڅ امریکايي هلته په جنګ کې اخته نه وي.

اوس چې د امریکا او طالبانو مذاکرات پر مخ روان دي، واقعا دا مذاکرات طالبانو ته د امریکا تسلیمي ده.

د افغان حکومت د دې خبرو جز نه دئ، ځکه طالبان يې مشروع نه ګني، او د امریکا ګوډاګی يې بولي. حقیقت دا دی کله چې زموږ قواوې له افغانستانه ووزي، بیا موږ پر طالبانو باندې د خپلو تعهداتو د عملي کولو توان نه لرو.

مګر طالبانو ته باید دا وفمهول سي چې که چیرې بیا افغانستان د تروریزم په ځاله باندې بدل سي، امریکا به همدا تهدید سمدستي محوه کړي.

طالبانو یو ځل د اسامه بن لادن پر سر خپل قدرت له لاسه ورکړ، او بیا باید هغه اشتباه تکرار نه کړي.

اکثریت امریکایان د افغان د جنګ ختمول غواړي. که چیري ټرمپ د افغان جنګ د دې کال تر اخره پورې ختم نه کړي،کانګرس باید د دې جنګ قانوني صلاحیت نور فسخ کړي.

البته، دا هم باید ومنو چې د امریکايي قواوو تر راوتلو راوروسته به د افغانانو ژوند بهتره نه سي.

ځیني مبصرین د داخلي جنګ او هرج و مرج اټکل کوي. خو دا هم ممکنه ده چې د امریکايي عسکرو راوتل افغانان دېته وهڅوي چې په ګډه د خپل وطن د ثبات لپاره کار وکړي.

امریکا باید خپله اشتباه ومني. موږ باید دا ومنو چې خارجي جنګونه د جهاني تروریزم پر خلاف واکسین نه دي.

ځکه د ۲۰۰۱ راهیسي په بهرنیو ملکونو کې زموږ نظامي مداخلو د ترورسټي ډلو شمېر لا زیات کړی دئ. د تروریزم پر خلاف دا شل کلنه جګړه موږ ته دا راوښوده چې تروریزم د دښمن یوه ډله نه ده چې مات سي،‌ بلکي یو تاکتیک دئ، او هیڅ سرحد نه لري. په بل عبارت، په ځینو وختونو کې د تروریزم مخنیوی کېدلای سي، خو یو دم ختمېدلای نه سي.

که چیرې موږ غواړو چې د نړیوال تروریزم پر ضد خپلې هلې ځلې دوامداره وساتو، موږ باید پر استخباراتو، دپلوماسۍ، انکشاف، او مخنیوي باندې تمرکز وکړو، نه پر بې انجامه او بې پایانه جنګونو باندي.

زموږ عسکرو په افغانستان کې په شهامت وجنګېدل، او اوس د دې وخت رارسېدلی دئ چې خپلو کورونو ته راستانه سي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button