نيویارک ټايمز: اوسني مذاکرات طالبانو ته د امريکا د تسليمئ په معنا دي

نيويارک ټايمز: د ټرمپ ستراتيژي ناکامه او بايد امريکايي عسکر له افغانستانه ستانه شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۱۵)

له امريکا څخه خپرېدونکې مشهورې ورځپاڼې نيويارک ټايمز په يوه مقاله کې ليکلي، چې په افغانستان کې د ټرمپ ستراتيژي ناکامه ده، بايد جګړه ختمه او امريکايي عسکر له دغه هېواده ستانه شي.

په مقاله کې راغلي، امريکايي ولسمشر ټرمپ هم د ځواکونو ايستلو لپاره تيار دی خو ځينې مسايل شتون لري چې بايد د خبرو له لارې حل شي.

مطلب زياتوي، کله چې ټرمپ د سپينې ماڼۍ واک ترلاسه کړ نو نظامي چارواکي يې پرې غالب شول او په ۲۰۱۷ميلادي کال کې يې افغانستان ته نور پوځيان ولېږل او پر دغه هېواد يې د بمونو باران پيل کړ خو د ټرمپ جوړه کړې تګلاره له ناکامۍ سره مخ شوه ځکه په وينا يې “په زرهاوو ملکي افغانان ووژل سول. په میلونهاوو افغانانو یا وطن خوشي کړ، او یا دننه په هیواد کې نورو ځایونو ته وکوچېدل.د مخدره مواد کښت تر بل هر وخت زیات دئ. افغانستان اوس هم د جهان له فقیرو هیوادونو څخه دئ.”

د مقالې ليکوال وايي، د ۲۰۱۴ ميلادي کال راهيسې څه د پاسه ۴۵۰۰۰ افغان عسکر او پولیس وژل شوي او په ۲۰۱۹ کې په افغانستان کې تر دې دمه دوه امریکايي عسکر وژل شوي خو په ۲۰۲۰ کې باید هیڅ امریکايي هلته په جنګ کې اخته نه وي.

ليکوال د طالبانو او امريکا مذاکراتو ته په اشارې ويلي چې دغه مذاکرات په واقعيت کې “طالبانو ته د امریکا د تسليمئ په معنا دي” زياتوي افغان حکومت د دغه مذاکراتو برخه نه دی ځکه چې طالبان يې د امريکا لاسپوڅی او نامشروع ګڼي په خبره يې: ” کله چې امريکايي ځواکونه له افغانستانه ووزي، بیا پر طالبانو د خپلو تعهداتو د عملي کولو توان نه شي لرلای”.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button