منیب احساس:
څومره مو چي سوله تر دیار را نېږدي شوي ده
همــدومره آزادي راتـه تر دار را نیږدي شوي ده
لوی خدای کړ پـوره را ځيني ورک ارمــان
کونتره له څېړیو تر چنـــار را نېږدي شوي ده
نور به دي د فتحي شیبي ولمانځو که خدای کول
که خاوره شوه په سرو وینوسنګاررانیږي شوي ده
څه مستي غنمرګي ځوانۍ ځار مو کړې لتانه
شه درد دې نور وطنه په کرار را نېږدې شوې ده
زور مو د نړۍ کړو دړې وړې په زړګي هیواد
شکر امریکا شوه تـار ومــار را نېږدې شوې ده
ژوندی دې کړو تاریخ دابدالي اوغزنوي میرویس
طالبه کړه په سر د ننګ دستار را نېږدې شوې ده
تللی دی خزان ”منیب احساسه“ پسرلی دی نور
پیغلوټې ازادي مو نور تر ښـار را نېږدې شوې ده

















