لیکوال: خالد ځدراڼ
کلونه کېږي چې هېواد مو له یوې خونړۍ جګړې سره لاس او ګرېوان دی، ډیرې دنګې ځوانۍ د هېواد د ازادۍ په خاطر را ړنګې شوې، میندې مو بورې شوې، خویندې مو بې وروره شوې او ډېر نور بیا د تورو پنجرو شاته د اجل شپې سبا کوي، واړه بچیان یی د راتلو په انتظار د مښام ډوډۍ له اوښکو سره تر ستوني تیره وي.
هېواد کې مېشت په کور ناست وچ شونډي هم د دغو دربدریو څخه په امن پاتې نه شول، هره ورځ یې د کور په انګړ کې د مغرورې امریکا زړه چاودونکي بمونه چوي، هره شپه يې واړه بچیان د امریکایانو دهشتناک اوازونه له خوبه را پاڅوي!.
د دغو ظلمونو په خلاف کلونه کېږي یو شمېر سرښېندونکي ځوانان په سپېڅلي مبارزه بوخت دي، موږ یی وینو، هره ورځ د سر په بیه زموږ له سرونو دفاع کوي، هره ورځ لسګونه ګولالۍ ځوانۍ زموږ له دین، وطن او ناموس څه د دفاع په خاطر قربانېږي، لیکن زموږ عکس العمل هغه زړه چوپتیا ده، له خولې مو ټس نه را وځي.
ددوی په ملاتړ باندې رنګ رنګ خطرونو ته متوجې کېږو، ځان سره وایو هسې نه د دهشتګرد په نوم ورک نه شو، کله وایو چرته د پنجابي تر نامه لاندې د پلچرخي او بګرام کرغېړنو زندانونو ته ور ونه لوېږو، خو دا ډار به نور ډاره وو(!).
نور به پاڅېږو!
راځئ که د ټوپک توان نه لرو، یو ملي قیام به جوړ کړو(!)
داسې قیام چې دوښمن راته ګوته په غاښ شي، راځئ د لرو پښتنو څخه یې زده کړو چې څنګه يې د څو میاشتو په ترڅ کې خپل غږ تر دنیاوالو ورسولو؟ او له خپل مستبد حکومت څخه یې لاره ورکه کړه.
نور باید د دښمن لخوا پر موږ د رنګ رنګ ظلمونو ننداره په خړو سترګو ونه کړو،
نور باید د پلار په تړلو لاسونو او د ورور په غلبیل، غلبیل سینه سترګې ټیټې ونه نیسو،
نور به د خوایندو په سر تور سر چغو کاڼه نه پاتې کېږو،
نور به ویده ضمیرونه راویښه وو،
نور به د غفلت له خوبه را بېدارېږو،
سنګر کې په سپیڅلې مبارزه د بوختو ځوانانو په ملاتړ به یو ملي لاریون ته خلک هڅوو.
هغه څنګه؟
د سوشل مېډیا له لارې به د خلکو ذهنونه داسې خلاصوو چې په ډک بازار کې د دښمن پر ضد چيغه په حقیقت کې د دښمن په طرف د راکیټ لانچر درز دی.
خلکو ته به د (ګو امریکا ګو) جملې معنی ټکي په ټکي ورزده کوو، کتارونه به په سپینو بیرغونو دنیا ته ور پړکه وو، نړۍ ته به په ځغرده وایو چې دلته نور دا پردي سورمخي موږ ته د زغم نه دي، موږ همدغو شنو سترګو په خپل کور کې په ژوند پښېمانه کړي یو، بار بار به ورته وایو چې موږ افغانان پرېږدئ چې خپل برخلیک په خپله وټاکو.
تر هغې به په ارام نه کښېنو تر څو مو چې هېواد له اشغالګرو پاک او سپېڅلی کړی نه وي. ان شاء الله.
د لوی، ودان او خپلواک افغانستان په هیله.


















