د عامې روغتیا وزارت: هرکال نږدې ۴۰ زره افغانان د سرطان په ناروغۍ اخته کیږي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۱۵)

د عامې روغتیا وزارت وایي، هرکال په هیواد کې لسګونه زره کسان د سرطان وژونکې ناروغۍ په بیلابیلو ډولونو باندې اخته کیږي.

د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز وویل، اوسمهال په هیواد کې تر ډیره د سینې ،معدې او د ستوني سرطان وده موندلې
نوموړي زیاته کړه، په منځنۍ کچه هرکال له ۳۰ تر ۴۰ زرو کسان پر دغه وژونکې ناروغۍ اخته کیږي چې له ډلې یې نږدې ۱۵ زره کسان ژوند له لاسه ورکوي

فیروز ټینګار وکړ چې له غوښې زیات کار اخیستل، د فزیکي فعالیتونو نه ترسره کول، د هوا خرابوالی او د نشیې توکو نه کار اخیستل د دغې ناروغۍ بوی علتونه دي

باید وویل شي چې د سرطان ناروغي د زړه له ناروغۍ وروسته د نړۍ په کچه زیاته وژونکې ناروغي شمیرل کیږي چې یواځې په تیر ۲۰۱۸ کال کې نږدې ۱۸ میلیونهکسان پر دغه ناروغۍ اخته شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button