هلمند :طالبان وايي ناوه کې مو ۱۵ دولتي عسکر وژلي

(کابل ټکی کام : دوشنبه، مرغومی ۱۴مه، ۱۳۹۴ ل):
له هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ نه په رارسیدلي خبرکې ویل شوي چې تېره ورځ ماښام مهال د یادې ولسوالۍ اړوند شګلن مانده سیمه کې د طالبانو لوري په هغه موټریز کاروان برید وشو چې غوښتل يې پر دغه لار مارجې ته ولاړ شي .
د طالبانو ویان ذبیح الله مجاهد د یوې خبر پاڼې په ترڅ کې ويلي دي چې د دوي ځواکونو بیګاه ماښام ۷ بجې دمارجې ولسوالۍ اړوند د شګلن مانده په سیمه کې دحکومتي عسکرو اوپولیسو په هغه موټریزکاروان وسلوال بریدترسره شو چې غوښتل یې دمارجې ولسوالۍ مرکز ته ځانونه ورسوي .
خبرپاڼه زیاتوي چې په بریدکې سپکې اودرنې وسلې وکارول شوي دماسخوتن تر۹ بجو پوري یې دوام وکړ.
دبریدپه پایله کې ۱۵ تنه عسکر ځای پرځای قتل شول چې د ۳ تنه وژل شویو جسدونه یې دجګړې په ډګر پاتي شوي له دښمن څخه یو امریکایي ثقیل اویو امریکایي ټوپک غنیمت شوي اوددښمن قوه په راغلي لاره په شا وتښتیده .
دغه راز په دې ورستيو کې د هلمند چارواکي او د ولسي جرګي غړو په څو ځله له دولت نه غوښتي چې دغه ولایت امنیتي وضعیت ورځ تربلې په خرابېدو دی .
سلیم بریال



