د دولت اجراییوي رئیس تهران ته ورسید

کابل ټکی کام فرید احمد

د افغان دولت اجراییوي رئيس عبدالله عبدالله په یو درې ورځني سفر د ایران مرکز تهران ښار ته ورسید.

د راپور له مخې د افغان دولت دویم مشر عبدالله د ایران پایتخت تهران ته پدې موخه سفر کړی دی، چې هلته د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمه ایزي ملګرتیا لپاره د ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.

ټاکل شوې ده چې پدې سفر کې به افغان چارواکي د چابهار بندر د ټرانزیټي وړتیا څخه لیدنه هم وکړي او د دواړو هیوادونو ترمنځ د شویو موافقو د دویم ځل لپاره د یادونې سره سره په تجارتي، سپورټي، او یو لړو نورو برخو کې هم موفقنامې لاسلیک کړي.

د روان کال د وري میاشتې په ۳۰ نیټه ولسمشر غني هم تهران ته سفر کړی وو، او هلته یې د ایراني چارواکو سره په یو لړ موضوعاتو جړو بحث هم وکړ، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر له قوله چې سفر يې کامیاب وو.

په دې رسمي سفر کې له اجرائیوي رئیس سره د نوموړي دویم مرستیال محمد محقق، د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د کډوالو چارو وزیر سیدحسین عالمي بلخي، د سوداګرۍ وزیر همایون رسا، د کار او ټولنیزو چارو وزیر نسیم اوریاخیل، د اطلاعات او کلتور وزیر عبدالباري جهاني، د ټرانسپورټ وزیر محمد بتاش، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی او یو شمیر نور لوړپوړي چارواکي ملګري دي.

پدې وروستیو کې د افغان دولت دواړه مشران ګڼو هیوادونو ته ګڼ سفرونه کړي دي ترڅو د ګاونډیو هیوادونو هغه تشویشونه چې د دوی پر کمزورې دولتدارۍ لري له منځه یوسي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button