طالبه ته د مسلمه امت امام جوړیدونکی یې

لینکه: عبدالله احمدي
حامدا ومصلیا! اما بعد:
دا خبره یقیني ده څوک چې الله جل جلاله نه وي ختم کړي د دنیا ټول قوتونه او لښکرې یې د له منځه وړلو توان او طاقت نه لري.
(ولواجتمعوا علی أن یضرّوک بشئ لم یضرّوک الا بشئ قد کتبه الله علیک…) الحدیث. ( جامع الترمذي عن ابن عباس) او که د دې لپاره راټول شي چې تاته څه زیان در ورسوي نو هیڅ زیان به در ونه رسوي پرته له هغه زیان څخه چې الله جل جلاله درته لیکلی دی.
سهي ده د یو څه وخت لپاره به یې د خلکو له نظره غائب کړي، څنډو ته به یې کړي محکوم او مغلوب به یې کړي، وه به یې وژني او بندیان به یې کړي خو چې هر څه وکړي ختمولی یې نشي بلکې همدا مظلوم، زورل شوی او په تکلیف شوی ټولی به قوي کیږي او د دې ظالم زوال او شکست به د دوی په لاسونو وي ځکه دا د الله جل جلاله سنت او تګلاره ده چې د ظالم زوال د مظلوم په لاس وي.
سَيُهْزَمُ الْجَمْعُ وَيُوَلُّونَ الدُّبُرَ.سُوۡرَةُ القَمَر : 45
ډېر ژر به دغې ډلي ته ماته ورکړه شي او دوى ټول به شا اړوونكي تښتېدونكي وليدل شي.
د مقدمې په توګه: د طالبانو اسلامي خوځښت یوازنی هغه تحریک دی چې د زمانې له یاغي څپو، مستو موجونو او پېچومویو څخه یې ډیر کړاوونه او تکلیفونه ولیدل، وټکول شول، بندیان شول، چلینج شول او مشران یو په بل پسې د موجونو په وحشي څپو کې له لاسه ور کړل خو نه مات شول، نه لږ شول، نه له خپل دریځ او موقف څخه پر شا شول خو بالعکس محکم شول، زیات شول، باتجربه او ځیرک شول، دښمن یې سرکوب کړ او خپلې غوښتنې یې ورباندې ومنلې.
دې د ایمان او عقېدې په مزو محکم او تړلي ټولۍ داسي تکالیف تیر کړ چې په تاریخ کې یې ډیر کم مثال موندل کیږي.
عینا لکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم وړوکی ټولی چې د ایمان په منلو زوریدل او په تکلیف کیدل دا ټولی هم په دې جرم ووژل شول چې ولې د نړیوالو شیطانانو خبره نه مني.
که موږ په ژور نظر د ۲۰۰۱ میلادي کال حالتو ته کاته وکړو د امریکا او نړیوالې ټولنې کبر، ظلم ، سر زوري او دریځ ته چې د کمزوري، ناوسه او مظلوم طالب په وړاندې چې یې درلود همدا پورته خبره په یقین راته رسوي.
هغه وخت کې امریکا جمع نړیوالو طالب د ځمکې پر مخ نشوای زغملی د مظلوم او ناوسه طالب لپاره یې زندان او د ځمکې نس غوره کړی وو دریمه لار نه وه.
د طالب لپاره خپل نوم غضب ګرځېدلی وو.
ظالمان دومره لویدلي خلک وو خپل دښمن یې په تسلیمۍ هم نه پرېښوده په خپلو کور او کلي کې یې له خپلو بچیانو سره د ژوند کولو اجازه هم نه درلوده.
خو دا هر څه روان وو طالب په ټول هیواد کې عنقاء مرغه شو چې فقط نوم یې اوریدل کېده نور یې شتون نه وو د نړیوالو ظالمانو دا خیال شو چې نور مو افغانستان کاملا د ځان کړ چې څه مو زړه غواړي هغه به کوو ځکه دا د امریکا ۵۳ ایالت دی.
خو داسې نه وو د الله سنت او تګلاره بیله وه.
ځکه الله د امتحان او ابتلاء لپاره خپل بندګانو باندې تکالیف او مشکلات را ولي.
لکه څنګه چې الله جل جلاله فرمایي
أَحَسِبَ النَّاسُ أَن يُتْرَكُوٓا أَن يَقُولُوٓا ءَامَنَّا وَهُمْ لَا يُفْتَنُونَ
وَلَقَدْ فَتَنَّا الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۖ فَلَيَعْلَمَنَّ اللَّهُ الَّذِينَ صَدَقُوا وَلَيَعْلَمَنَّ الْكٰذِبِينَ [سُوۡرَةُ العَنکبوت : 2 ، 3]
ژباړه: ‘
ايا خلک دا ګمان کوي چي یوازي به په همدومره ويلو پريښودل شي چي: “موږ ايمان راوړ.” – او هغوى به ونه ازمويل شي؟
پداسي حال کښي چي موږ هغه ټول خلك ازمويلي دي چي له دوى څخه مخکي تېر شويدي. الله خو به هرومرو دا ګوري چي رښتيني څوك دي او درواغجن څوك.
یقینا د ایمان دعوه کول اسانه کار نه دی هرڅوک چې د ایمان دعوه کوي ابتلاء او امتحان ته دې هم تیار شي ځکه امتحان دی چې صادق او کاذب، منافق او مؤمن سره جلا کوي، که چیري دغسي امتحانونه نه وي او نه وای خلکو ریښتینی او دروغجن، واقعي مسلمان او منافق نشوای سره پیژندلی او جلا کولی. زموږ په ګران هیواد باندې امریکایي یرغل سره الله جل جلاله صادق او دروغجن مسلمانان سره جلا کړل، مؤمن او منافق یې سره جلا کړل. چا د شیطان لاره ونیوله د یرغلګرو ځواکونو ملګرتیا یې وکړه او چا یې په وړاندې د الله جل جلاله د دین او قرآن لار ونیوله مقابله یې ور سره پیل کړه.
طالبان هم د الله جل جلاله په دې ستر امتحان کې را ګیر شول.
یوه برخه شهیدان شول، بله برخه بندیان شول، یوه برخه په کورونو کیناستل او بله برخه مهاجر شول.
دې مهاجرې ټولۍ دوه کاله وروسته د نړیوال استکبار په وړاندې د مقابلې ډګر ته په تشو لاسونو را و دانګل، د الله په نصرت سره یې پوره اوولس کاله په کمزورو وسائلو او لږ افرادو سره مقابله وکړه.
شهیدان، زخمیان او بندیان یې ورکړل، لوږې تندې، ستړیاوې، بې خوبۍ او مسافرۍ یې وګاللې خو کافر ته تسلیم نشول.
د الله په حکم یې د خپل کور، هیواد او مؤمن ټاټوبي څخه د یرغلګرو د شړلو په پار د جهاد سنګرونه تاوده کړل د خپلو سرونو په قربانۍ یې د جګړې په میدان کې د دښمن لوی لوی او ظالم جنرالان په ګونډو کړل او داسې درس یې ور کړ چې کړوسیو ته به یې لا عبرت وي.
په لوړ مورال، ستر عزم او استقامت سره یې دښمن د ماتې او شکست په درشل و دراوه خپل ځان او خپله داعیه یې ورباندې ومنله.
یقینا طالبه ته د عظمت او استقامت څلی یې!
تا خپل محبوب، ویاړلي او زړور مشران د الله جل جلاله په دین قربان کړل خو دښمن ته دې سر ټیټ نه کړ.
یقینا ته د میړانې او غیرت دنګ منار یې!
تا خپله وعده له خپل رب سره ریښتونې کړه.
یقینا ته د صداقت سبمول یې!
ته هغه څوک وې چې په لومړۍ ورځ دې دښمن ته ویلي وو چې شکست ستا په برخه دی خو دښمن بېعقل او کبرجن وو نه یې منله.
طالبه ستا غورځنګ له لومړۍ ورځې یوه معما وو.
قیام او پاڅون دې، حکومت او نظام دې، سقوط او رکود دې،د لوی او جابر ځواک په وړاندې بیا ځلې قیام دې له لومړي ډیر حیرانوونکی وو ځکه ستا دښمنانو دا خیال کا چې طالب او ملا به بیا سر را پورته نه کړي.
طالبه دوی اوولس کاله وړاندې له دې کار څخه ویریدل کوم چې نن ورځ یې په نه زړه د مجبوریت له امله وکړ او ومنل چې دا ډله که پر خپل حال پاتې شي یو ځل بیا به د مسلمانانو خلافت او د عظمت ډیوې بلوي او دوی به یې مشري او امامت کوي.
طالبه! ته د امت امام وې خو د وخت جابرانو او منافقانو ته د زغملو نه وو چې نړۍ دې یو ځل بیا د محراب او منبر څخه کنټرول شي.
ځکه محراب او منبر د نړۍ د سهي کنټرولو ځای دی له دې ځای څخه تل د باطل او طاغوت په ضد د ناروا او ظلم په ضد د تیارو او تاریکیو په ضد د حق، انصاف او رڼا اواز شوی او کیږي.
یقینا د دنیا په تاریخ کې هغه دور او زمان ارام، سوکاله د عدل او انصاف څخه ډک وو چې د دنیا سیاسي، نظامي او ټولییزي چارې د علماؤ په لاسونو کې وې.
په افغانستان باندې د امریکایي یرغل اساسي او لوی لامل په افغانستان کې د اسلامي شریعت نفاذ او د اسلامي نظام حاکمیت وو.
غرب او داخلي کنډکفانو ته دا د منلو وړ نه وو چې په شلمه پیړۍ کې دې د الله حاکمیت په ځمکه نافذ وي نو ځکه یې په ناروا یرغل سره همغه اسلامي نظام ړنګ کړ.
خو دوی دا هیر کړی وو چې کامیابي او بریا د حق ده.
د افغان مسلمان ولس په نماینده ګي علماؤ او طلباؤ د خپلو وینو او سرونو په قربانۍ په خونخوار او زلیله دښمن د زور له لارې دا ومنل چې دلته به زموږ د دین او عقېدې په بنیاد نظام جوړیږي.
د خوښۍ ځای دادی چې هغو څېرو چې اوولس کاله یې له طالب سره د غربي شیطان په اشاره او قومنده جګړه وکړه چې دلته به اسلامي نظام نه وي بلکې د غرب لغړه او لیبراله ډیموکراسي به حاکمه وي نن ورځ یې طالب په خپل امامت باندې و نوماوه او اقتداء یې پسي وکړه. نو ویلی شو چې امامت صغری د امامت کبری مقدمه ده او دوی په غیر مستقیمه توګه د امامت کبری بیعت درسره وکړ.
دا راز د ښکیلاک داخلي ملاتړي او ښکیلاکګر بالاخره دیته راضي شول چې دلته به داسې نظام حاکم کیږي چې د دې ملت له عقېدې او فرهنګ څخه یې سرچینه اخیستې وي.
طالبه امامت دې مبارک شه!
طالبه خپلواکي او آزادي دې مبارک شه!
یقینا طالبه تا وګټله دوی بایلوده او زلیله شول.
طالبه بریا دې مبارک شه!
هغه څه چې امریکایانو او داخلي ملاتړو یې په ډیر شد و مد سره د ټلویزونونو، راډیوګانو، مجلو او اخبارونو له لارې نړۍ او افغان مسلمان ولس ته ویل هغه دا وو چې طالب د ځمکې پر مخ د هوسا، ارام او آزاد ژوند کولو حق نه لري یا به وژل کیږي او یا به موږ امریکایانو ته تسلیمیږي او د غلامۍ، زلالت او اسارت ژوند به کوي بس دریمه لار طالب نه لري.
خو طالب هغه وخت کې هم په کراتو مراتو دا خبره کبرجنې امریکا ته کوله چې راشئ چې شته ستونزه د خبرو او مذاکراتو له لارې حل او فصل کړو نه د جنګ او جګړې له طریق نه چې زیان یې د دواړو هیوادونو ولسونو ته رسیږي چې بالاخره به د یرغلګر په شکست پای ته رسیږي، نو ښه داده چې د امریکا او افغانستان تر منځ مواجه مشکل په ارامه فضاء کې د مذاکراتو له لارې څخه حل کړای شي.
خو که بیا هم نن ورځ تاسو د زور په نیلي سپاره یاست خبرو ته نه حاضریږئ او د جنګ لور ته کش کوئ نو موږ به مو ناهیلي نه کړو په دې ډګر کې به هم ستاسو په وړاندې په جګو سرونو، میړانه او لوړ مورال سره مقابله کوو.
هو!! هغه ورځ راتلونکې ده چې تاسو به د خبرو او مذاکراتو زارۍ کوئ چې راشۍ معضله او شخړه په خبرو حل کړو خو موږ به یې ور سره نه منو.
سبحان الله!! نن هغه ده د هغې ورځې شاهدان یو!
الله ویل: تاسو ګیر شئ او د وخت انتظار وکړئ.
عزم او استقامت وکړئ د حق لوری او طرف ونیسئ.
د کافر په وړاندې زما په لار کې زما د کلیمې د اوچتوالې لپاره و جنګیږۍ.
خپه کیږۍ مه دا زما له طرفه په تاسو باندې یوه ستره ابتلاء او امتحان دی ښه او بد، خبیث او طیب، مؤمن او منافق در کې جلا کوم.
که تاسو زما اطاعت وکړ!
نو بیا به زما نصرت، کومک او مدد ستاسو سره وي.
چې داسې یې فرمایلي دي:
إِن يَنصُرْكُمُ اللَّهُ فَلَا غَالِبَ لَكُمْ ۖ وَإِن يَخْذُلْكُمْ فَمَن ذَا الَّذِى يَنصُرُكُم مِّنۢ بَعْدِهِۦ ۗ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ
ژباړه:
كه الله مو مرستندوى وي، نو هیڅ قوت درباندي برلاسی کېدای نه شي؛ او كه هغه تاسي پرېږدي، نو بيا د الله وروسته څوك ستاسي مرسته کوونکی کېدای شي؟ نو څوك چي رښتيني مؤمنان دي، هغوى دي یوازي پر الله توكُل وکړي.
سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 160
وَكَانَ حَقًّا عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ.
ژباړه: او پر موږ دا حق ؤ چي د مؤمنانو سره مرسته وکړو.
سُوۡرَةُ الرُّوم : 47
طالبه یو ځل بیا درته وایم خپلواکي، ازادي او امامت دې مبارک شه.



