د پروان ولایت مقام کې چارواکي مسموم شوي دي

(کابل ټکی کام : دوشنبه، مرغومی ۱۴مه، ۱۳۹۴ ل):

دپروان ولایت نه په تازه ترلاسه شوي خبر کې راغلي دي،  چې ددغه ولایت مقام کې یو شمېر دولتي چارواکي مسموم شوي دي .

د خبرونو پر بنسټ دغه چارواکې نن غرمه مهال د یوې غونډې په مهال مسموشوي دي .

په دې اړه د پروان ولایت چارواکو رسما رسنيو ته څه نه دي ويلي؛ خو د دغه ولایت مرکز چاریکارو ملکي روغتون  ډاکټران وايي چې یو شمېر دولتي منسوبین مسموم شوي او دوي ته د درملنې لپاره راوړل شوي دي .

سیمې ته یو شمېر خبریالان ورغلي، له روغتیايي چارو مسؤلینو نه يې معلومات ترلاسه کړي، وايي چې د پروان د ملي امنیت ریاست د مرستیال روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ وه نو له همدې امله يې د درملنې لپاره پلازمینې کابل ته انتقال کړی دی .

خبرځای زیاتوي چې د مسموم شويو چارواکو دقیقه شمېره نه ده معلو مه، خو دغه مسؤلین هغه مهال مسموم شوي دي، چې کله نن د دغه ولایت مقام کې د یوې غونډې لپاره ورټول شوي وه .

د یادونې وړ ده د پروان ولایت کې چې د پلازمينې کابل شمال کې پروت دي څو ځله دغې ته ورته پېښې رامنځ ته کيږي، تېر کال ددغه ولایت اړوند جبل السراج ولسوالۍ کې د یوې دیني مدسې شاوخوا ۴۰۰ زده کونکي مسموم شوي وه، همدارنګه دوه واره د یوې لېسې انجونې هم مسموم شوې وې چې د درمنلې لپاره امريکايي ځواکونو باګرام هوايي هډې ته د درملنې لپاره انتقال کړې وې.

سليم بریال

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button