سولې ته اسلام څومره اهمیت ورکړی؟ اخري برخه

عبدالحمید راشد
اوس هغه څه ته راځو چې د سولې له کیدو نه وروسته مسلمانانو ته ورپه غاړه کیږي ،ځکه اسلام هیڅکله مسلمان غافله نه پریږدي بلکې له مسلمان هر وخت حرکت کار او زیار مطلوب دی ځکه دا دنیا د خوب او د غفلت کور نه دی بلکې دا ژوند د حرکت او استعدا ژوند دی،نو د دې د لا ښه تنظیم لپاره باید موږ له سولې نه لاندې فوائد تر لاسه کړو.
چې مونږ یې په لاندې ډول ستاسو مخې ته ږدو:
لومړی: د مسلمانانو د اتحاد اتفاق لپاره کار کول،ځکه د مسلمانانو وحدت ډیر مهم دی او تر دې حده به دا کار کوي چې ترڅو د یو جسد په څېر وګرځي او د دې حدیث مصداق وګرځي، چې په لاندې کرښو کې ورته اشاره کوو:
ژباړه:رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلي: د مسلمانانو مثال د یوبدن په څېر دی کله يې چې د بدن یوه برخه په تکلیف وي نو ټول بدن یې ورسره په تکلیف وي په شبګیر او تبې سره.
او الله جل جلاله فرمایې: بیشکه مسلمانان سره ورونه دي.
نو د دې اخوت او ورولۍ د لاښه ټینګښت لپاره باید د ارامتیا په دې زرین چانس کې لاښه پیاوړی شي او منظمه او منسجمه شي.
دويم: د تعلیم په برخه کې باید پرمختګ وشي،ځکه کله چې د مکې د فتحې نه وروسته دمسلمانانو تعداد زیات شو نو دا ایت نازل شو چې الله جل جلاله فرمایي:
ژباړه یې په دې ډول ده الله جل جلاله فرمایي: نو ولې نه وځي له هرې ډلې د ستاسو نه چې دوي پوهه حاصله کړي په دین کې او خپل قوم وویروي کله چې بیرته خپل قوم ته راوګرځيږي.
نو پوهه په دین کې له مسلمانانو نه مطلوب ده، باید مسلمانان د پوهي دحصول لپاره هره ممکنه لاره چاره په کار واچوي،ځکه د علم په زده کړې او حصول سره مسلمان تل ویښ او تاند پاتې کیږي.
درېيم: د اقتصاد لپاره باید کار وشي او هغه اقتصادي زیانونه جبران شي، چې په جنګ کې له منځه تللي او خساره یې موندلې،ځکه رسول اکرم صلی الله د حدیبي نه وروسته د خیبر د ځمکو خراج همدارنګه په مدینه کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د داسې شیانو په فکر کې شو چې هغې سره مسلمانانو اقتصادي رشد کاوه.
څلورم: د ټکنالوژۍ په برخه کې باید پرمختګ وشي،ځکه مسلمانان هغه څوک دي چې اول ځل لپاره یې ټکنالوجي سره اړیکه پیدا کړه او هارون الرشید د لومړي ځل لپاره ساعت جوړ کړ، چې د فرانسې شارلمان ته یې ولیږه، نوهغه وویل چې دې کې پرې ناست دی او دا ساعت ګر، دقیقګر اوثانیه ګر ته حرکت ورکوي. نو دې زرین چانس نه باید موږ ټکنالوژي ته په پوره توګه لاس رسی ولرو،څو هغه وسلې هغه د ژوند د رفاه وسائل چې مونږ ورته ضرورت لرواو کفارو جوړ کړي،باید هغه خپله جوړ اوپه هره برخه کې موږ مستقل شو او هغوي ته په هېڅ برخه کې کفارومحتاج نشو، چې په تأسف سره باید ووایو چې د ژوند هغه اولیه ضرورت هم مونږ له کفارونه اخلو او د هغوي په اشیاوو مونږ ځانونه سمبالوو.
پنځم: تل باید د استعداد حالت کې یو نه دا چې مونږ خپلو خوبونو ته ادامه ورکړو، نورو کفري هېوادونو په خلاف پلانونه جوړ کړو او دغه شان يو پیاوړی ځواک راجمع او جوړ کړو څو د دې یرغل او اشغال پوښتنه ترې وکړواو مقابل کې پرې بیرته حمله وکړو او له دفاعي نه تعرضي حالت ته وګرځو.
شپږم: د جومات،مدرسې اومکتب ترمنځ پیدا شوی واټن له منځه یوسو او د غرب دغه شوم پلان له منځه یوسو او په هره برخه کې نوي اکتشافات او څیړنې وکړو، څو د تورتم نه د سپینې رڼا په لور وګرځو، چې دا هر وخت او زمان کې له مسلمانانو نه مطلوب ده،چې دا به مخکې ځي نه شاته، دا به حرکت کوي نه سکون نو الله جل جلاله دې زموږ ټول اقشار سره په یوه ټغر راټول کړي.
اووم: په اخره کې باید مسلمانان د ژوند هره برخه کې پرمختګ وکړي، نه ورسته پاتې والی ځکه داپست پاتې کیدل د مسلمانانو دې واضحه پیغام سره سمون نه خوري.
نو دا هغه څه وه چې مسلمانانو ته وروسته دسولي د برقرارۍ نه متوجه دي، چې باید مسلمانان یې له لاسه ورنکړي او دې چانسونو ته داحترام په نظر وګوري، دا سوله دالله جل جلاله یو فضل اواحسان په ځان وبولي، تل دالله تعالی شکر وباسي چې کفار دې حالت ته راغله چې سولې ته تسلیم شول او د مسلمانانو په مقابل کې یې وزرې ښکته ونیولې او سولې ته تسلیم شول.
هغه ورونه چې په په دې لاره کې یې قرباني ورکړې او د شهادت لوړ مقام ته رسیدلي، د هغوي قرباني له پامه ونه غورځوي، او د هغوي وینو ته کاملا احترام ولري.
ژرده چې مسلمانان به د سولي په برکت هغه څه ته ورسیږي چې تصور یې هم نه کیده، ژر ده چې مسلمانان به د دې سولې په برکت هغه فتحې اونصرتونه وګوري چې محمد صلی الله علیه وسلم او ملګرو یې وروسته له حدیبي نه لاسته راوړل، نو مسلمانان به هم دغه شان فتحې او نصرتونه وګوري او ډیر ژر به دکامیابۍ درشلونه د دوي د قدمونو لاندې شي.
د دوامدارې، تل پاتې او نه ختمیدونکې سولې په هېله.
وماذالک علی الله بعزیز



