بیړنۍ خبر:

کابل ټکی کام فرید احمد
په کابل کې د درنې چاودنې غږ اوریدل شوی دی.
د کابل ښار د نهمې حوزې په مربوطاتو کې د یوې درنې چاودنې غږ اوریدل شوی دی چې مرګ ژوبله هم لري.
له کابل ښار څخه زمونږ همکار وايي، برید په خارجي ځواکونو شوی دی چې مرګ ژوبله یې هم اړولې ده.
د کورنیو چارو وزارت وایي چې په برید کې یوازې لس پولیس مړه او ژوبل شوي دي.
زمونږ همکار زیاتوي چې برید د باران نومي د خارجیانو د فوځي اډې مخې ته شوی دی چې د حامد کرزي هوايي ډګر ته څیرمه پروت دی.
په سیمه کې عیني شاهدان وايي چې د وزیر محمد اکبرخان او چهار صد بستر روغتون ته یې یو شمیر امبولانسونه ولیدل چې ټپيان یې انتقالول، خو دا تراوسه نه ده معلومه چې په برید کې خارجیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او کنه.
د حامد کرزي د هوايي ډګر قمندان حق نواز حقیار رسنیو ته ویلي دي، چې په برید کې یو شمیر پولیس ټپيان شوي او وژل شوي دي، خو د خارجیانو په اړه یې څه نه دي ویلي، چې مرګ ژوبله ورته اوښتې ده او که نه.
تر دې دمه طالبانو د پيښې په اړه څه ندي ویلي، خو کیدای شي برید طالبانو کړي وي.



