د پارلمان لخوا د عبدالرزاق وحیدي صلاحیت تائید کړای شو

کابل ټکی کام شهرت وردګ

په هیواد کې د ولسي جرګې استازو د مخابراتو وزیر عبدالرزاق وحیدي استیضاح کړ، چې د پوښتنو ځوابولو وروسته د هغه صلاحیت تائید کړای شو.

د نوموړي د استیضاح وجه دا وه چې په ننګرهار کې د داعش ډلې یوې راډیو د خلافت په نامه خپرونې پيل کړې وې، وزیر د استازو د پوښتنې په ځواب کې وویل: ددوی وزارت وکولای شوای چې له ۴۸ ساعتونو وروسته د خلافت په نامه د رادیويي چینل خپرونې بندې کړي.

د استیضاح یوه بله وجه دا هم وه چې ولې یې له پاکستان سره د انټرنټ قرارداد لغو کړی او پر ځای یې د قرغزیستان سره د نوي انټرنټ قرارداد کړی دی.

وحیدي یې په اړه وویل چې له پاکستان څخه د انټرنټ پیرل نسبت له قرغزیستان څخه په زیات لګښت وو، او د پاکستان د انټرنټ کیفیت هم نسبتاً کمزورۍ او خراب وو.

په آخر کې جرګې ښاغلي وحیدي ته د صلاحیت (مثبته) رايه ورکړه، او په خوشالۍ سره رخصت کړای شو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button