د پاکستان لمړی وزیر نواز شریف د سریلانکا په سفر تللی

کابل ټکی کام شهرت وردګ
نن د پاکستان لمړی وزیر محمد نواز شریف د سریلنکا په سفر تللی دی.
ټاکل شوې ده چې د سریلنکا په پایتخت کلمبو کې به شریف له ولسمشر ماتریپلا سیریسنا سره وګوري او ورسره به د دواړه هیوادونو د اړیکو په پیاوړتیا خبرې وکړي.
د پاکستان تلویزوني چینل جیو خبر ورکړی دی چې ښاغلی شریف به هلته د سریلنکا د پارلمان غړو، وزیرانو، لوړپوړو چارواکو ته وینا هم وکړي.
ښاغلی نوازشریف به په خپل دغه درې ورځني سفر کې له سریلنکا سره د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې، اختلاس، روغتیا، ټیکنالوژي، او سوداګرۍ په برخه کې موافقه نامې هم لاسلیک کړي.



