سوډان او بحرین هم له ایران سره ډیپلوماتیکې اړیکې وشلولې

(کابل ټکی کام : سه شنبه، مرغومی ۱۵مه، ۱۳۹۴ ل):
له ایران سره د افريقايي هېواد سوډان او خلیيج کې بحرين خپلې ډيپلوماټيکې اړيکې وشلولې.
سعودي عربستان له ایران څخه د خپلو ډيپلوماټانو د اېستلو حکم په دې موخه وکړ، چې ایراني شعیه مظاهره چیانو تهران کې د سعودي سفارت او په مشهد کې کونسګرۍ ته اور ور اچولی و.
همدا رنګه سعودي په ایران کې خپلو ډيپلوماټانو غږ کړی وه، چې ژر تر ژره دې ایران پرېږدي او په سعودي کې د ایران ډيپلوماټيکو چارواکو ته يې هم جدي خبرداری ورکړی وه چې له سعودي نه دې خپل ټو چارواکي وباسي، سعودي عربستان ایران د الوتکو تګ راتګ هم درولی خپل ډيپلوماټان يې د عربي اماراتو په الوتکه کې انتقال کړل .
دغه اقدام خلیجي او افریقايي هېوادونو له دې امله کړی، چې وايي ایران د خپل سفارت او قونسلګرۍ په ودانیو بریدونه «له ټولو نړیوالو معاهدو او تړونونو څخه بربنډه سرغړونه» ده، او د بین المللي اصول او نړیوالو معاهدو ارزښتونه له پښو لاندې کول دي .
د سعودي له اقدام سره سم د بحرین هېواد هم په ایران کې خپلو ډيپلواةاټانو ته ۴۸ ساعته وخت ورکړ، چې په ټاکلي وخت کې دې ایران نه راووځي، عربي اماراتو هم خپلې اړېکې ایران سره محدودې کړي دي د پخوا په پرتله يې ایراني ډيپلواټانو په شمېر کې هم کمښت راوستلی دی .

دې ورته په یوه اقدام کې د سوډان هېواد د بهرنيو چارو وزير ښاغلي ابراهيم غندوز هم مطبوعاتي کنفرانس ته وویل چې ایران په سیمه او نړۍ کې مذهبي اړيکې پالي او په خاص ډول عربي ممالکو کې په بربنډه لاسوهنه کوي او ددوي دغه کړنې مونږ ته د زغملو نه دي، نو ځکه مو خپل ډيپلوماټيکي اړيکې وشلولې او په خپلو ډيپلوماټانو مو غږ وکړ چې نور ایران پرېږدي .
دغه راز ښاغلي غندوز زیاته کړه چې سوډان به له دې وروسته د ایران په ضد له سعودي سره ملګری هېواد وي، ددې لپاره چې ایرانیانو ولي د سعودي له سفارت او کونسلګرۍ نه ساتنه ونه کړه او اور يې ورکړ .
په دې اړه دسعودي د بهرنیو چارو وزیر الجبیر ويلي وه چې ایران د ډيپلوماتيکو اصولو د پښتو لاندې کولو ځانګړی تاریخ لري په ۱۹۷۹ زیږدیز کال کې د امریکا او په ۲۰۱۱ زیږدیز کال يې د انګلستان سفارتونو باندې بریدونه کړي وه او تاسیساتو ته يې اور ورکړي وه .
سعودي عربستان د هفتې په ورځ د شیخ نمرباقر النمره په شمول ۴۷ تنه ديني شخصیتونه د ترهګرۍ ملاتړ اود سیاسي مخالفتونو په تور په دار ځړولي وه، چې د یران په ګډون پاکستان عراق او ځيني نورو هېوادونو شعیه مذهبو د سعودي دغه کار وغانده .
سليم بریال



