د کابل ماښامني سرتيري بريد درنه مرګ ژوبله اړولې ده

(کابل ټکی کام : سه شنبه، مرغومی ۱۵مه، ۱۳۹۴ ل):

دغه سرتیری برید بېګاه ماښام پر ځايي وخت ۶ بجې د کابل ښار  هوايي هډې ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو په یوه کمپ ترسره شو چې په پایله کې يې ځاني او مالي زیانونه واړول .

طالبانو د برید مسؤلیت منلی وايي چې دغه برید ددوي یوه سرښندونکي مجاهد د موټربمب په توسط د بهرنيو ځواکونو پر «باران کیپ» تر سره شوی دی .

د طالبانو خبر پاڼې په اساس په موټرکې زیاته پیمانه چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وه، چې  زوره وره چاودنه يې رامنځ ته کړه او یادکمپ يې ترډېره ویجاړ اوپکې هغه لسګونو میشتو بهرنيو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتي چې په هوایې برخه کې یې له  افغاني سرتيرو سره مرستې کولې .

دغه راز طالبان وايي چې دابریدپه داسي مهال ترسره کیږي چې پرون سهار هم دیوه بل سرتيري بریدګر د بریدپه ترڅ کې دهوايي میدان دروازې ته څیرمه دپولیسو هغه پوسته له منځه ولاړه چې دتلاشۍ په موخه جوړه شوي وه او پکې شپږتنه عسکر مړه او یو شمېر نور ټپیان شول .

بلې خوا بیا د کابل د امنیې قومندان عبدالرحمن رحیمي نن شپه رسنیو ته وویل چې د نن شپې په برید کې یو تن وژل شوی او څه باندې ۲۰ تنه نورټپيان شوي دي .

رحيمي زیاته کړه چې د دغې چاودنې ځواک د کابل د هوايي ډګر ته‎څېرمه دبهرنیو ځواکونو د کمپ دېوالونه او کیمپ په منځ کې ځينې ودانۍتخریب کړي دي .
هغه همدارنګه وویل چې احتمال شته د دغه کمپ په منځ کې هم بهرني ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتي وي خو مونږ پرې خبر نه یو .

رحیمي وویل دا په داسې حال کې ده چې نن سهار هم یوې درنې چاودنې کابل ښار ولړزاوه، چې د هوايي ډګر په لار یوه امنیتي پوسته په کې په نښه شوې وه او د کابل ارامښت يې له منځ يوړ .

بلې د مزارشریف ښار کې د هند کونسلګرۍ په وړاندې یوه بله وسله واله ډله ځای پر ځای شوي چې له ۲۴ ساعتونو يې جکړه زیاته شوه او هېڅ کومې ډلې يې پړه نه ده منلې .

د طالبانو کارې بریدونه ښيي چې د ژمي له پیل او د جګړې په ډېریو ډګرونو کې په چوپتیا سره لویو ښارونه ته مخه کړې او غواړي له دغه اقدام سره خپل ځواک وښيي .

سليم بریال

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button